IQNA

د قرآن د معیاري نسخه معلومولو لپاره د پاکستان چارواکو غونډه

6:43 - February 05, 2017
د خبر لمبر: 3480383
نړیواله ډله: د پاکستان قرآنی چارواکو یوه غونډه کې د قرآن کریم معیاري نسخو تعیین هدف سره د دغه هیواد د دینی چارو وزارت په مرسته په ۱۲ بهمن پیل شو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د The News ورځپاڼې نه په نقل، سردار محمد یوسف، د پاکستان د مذهبونو د همغږۍ او دینی چارو وزیر په دې غونډه کې شتون سره د قرآن کریم د نسخو له خطا نه پاکۍ پر اهمیت باندې تاکید وکړو.

هغه همدارنګه د ساتنې اهمیت او د قرآن کریم لرغونې نسخو ساتنې اهمیت څرګنده کړو.

د دې غونډې مشرتوب چې د قرآن کریم معیاري نسخو تعیین او د چاپ کولو لپاره د مناسب کاغذ تعیین هدف سره پيل شوه سردار محمد یوسف په غاړه وو.

په دې غونډه کې د پاکستان د قرآنی چارو اوقاف وزارت چارواکو شتون لرلو.

راروانه غونډه کې به د چارواکو له اړخه د دې په اړه د چارو څېړنې سره اخیرنۍ تصمیم اخیستلې کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3569372


captcha