IQNA

د زرګونو کاناډایی په شتون کې د کبک د جومات قربانیانو جنازې

7:16 - February 05, 2017
د خبر لمبر: 3480384
نړیواله ډله: د کاناډا په زرګونو ښاریزو د کبک په جومات باندې برید کې قربان شوې کسانو جنازې کې او د په دغه ولایت کې حاکم د اسلام ویري په خلاف اعتراض او د قرباني شوي کسانو کورنۍ سره همدردې لپاره ګډون وکړو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الجزیره خبرونو چینل نه په نقل، د کاناډا په کبک جومات باندې د ترهګري پېښه کې قرباني شوي کسانو جنازې مراسم په ۱۴ بهمن باندې پیل شو.

دغه مراسم په المپیک مونترال پارک کې د ۵ زره کسانو شتون سره ترسره شو او همدارنګه دا مراسم د ټی وی چینلو نه د دغه هیواد په ملیونونو کسانو لپاره نېغ په نېغه خپاره شو.

د کاناډا کبک جومات د څو ورځو مخکې په لمونځ کوونکو باندې د خونړۍ ډزو پېښې نه پس لومړۍ ځل خپلې دروازې د لمونځ کونکو او خبریالو لپاره خلاصې کړي.

د کبک اسلامی کلتوري مرکز او جومات کې په ۱۰ بهمن باندې د تقریباْ ۴۰ تنه ماسخوتن لمونځ کوونکو باندې د درې وسله والو ډزو کې ۶ تنه مړه او یو شمېر کسان ژوبل شوي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3569985


captcha