IQNA

ټوله کاناډا کې د قرآن کریم ۱۰۰ نندارتون پيل کېږي

20:06 - March 05, 2017
د خبر لمبر: 3480419
نړیواله ډله: د کاناډا کالینګوود مسلمانانو ځوانانو انجمن د اسلام په اړه ناوړه تصور لري کولو موخې سره په ټوله کاناډا کې د قرآن کریم ۱۰۰ نندارتونه پيل کوي.
ټوله کاناډا کې د قرآن کریم ۱۰۰ نندارتون پيل کېږي

قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Enterprise Bulletin» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د قرآن کریم دا نندارتون د «نورو ته د اسلام معرفي» کمپاین برخه ده چې د کاناډا مسلمانانو له اړخه پیل کېږي.

کالینګوود مسلمانانو ځوانانو انجمن همدارنګه «د اسلام پېژندنه» نومې پروګرام هم د کاناډا په ۶۵ ښارونو کې پیل کوي.

د اسلام پېژندنه پروګرام به له ۱۵ اسفند نه د کاناډا کالینګوود ښار کې شورو کېږي.

نورو ته د اسلام معرفي کمپاین، د اسلام او د دې دین منونکو په اړه ناوړه تصور او د غلط مفهومونه له منځه وړولو موخې سره د کاناډا د ځوانانو له اړخه پيل کېږي.

د شمال امریکه کې د اسلام خلاف خبرو د خپرېدو او همدارنګه په اخیرنۍ ورځو کې په جومات باندې ډزي او په جومات کې د لمونځ کوونکو وژنه د دې کمپاین پيل کولو دلیل دي.

http://iqna.ir/fa/news/3580370


captcha