قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Manila Times ورځپاڼې نه په نقل، فلپاین کې د مسلمانانو ملي کمېسیون په دغه هیواد کې د قرآن کریم سراسر مقابلو پیل کولو مسئول وو.
د فلیپین مسلمانانو ملي کمېسیون اجرا کوونکې چارواکې طاهر لیداسان په دې اړه وویل: د دې مقابلو پیل کولو هدف د قرآن کریم نړیواله مقابلو لپاره د هیواد بهترین قاري انتخاب دی.
د فلیپین مسلمانانو ملي کمېسیون کلتوری چارو ادارې مشر او وکیل لامان پیانګ وویل: دا مقابلې د فلیپین مسلمانانو د اسلامی میراث خپرولو او وده کې مرسته کوې.
هغه زیاته کړه: همدارنګه د قرآن کریم دا مقابلې به اسلامی نړۍ سره د فلیپین د ډیپلومیټک او کلتوری اړیکو مضبوط کولو سبب هم وګرځي.
د فلیپین قرآن کریم قرائت سراسري مقابلو ۴۳ دوره د «قرآنی احکام کې ریښتیا وینا د انسان د عزت او کرامت اساس» عنوان سره پیل شوه.
په تېرو مقابلو کې انتخاب شوي ۳۶ ښځې او سړې قاریانو، پرون د قرآن کریم د قرائت په ۴۳ دوره کې ګډون وکړو چې په سړو کې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۳ کلونو انتخاب شوی ، او د ښځو برخه کې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو انتخاب شوي کسان دې کال هم لومړي رتبه ترلاسه کړه.