قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د عربستان الریاض ورځپاڼې نه په نقل، د مسجد النبی صلی الله علیه و آله د قرآنی نسخو چاپی چارو ادارې په شپږو نوې ژبو پښتو، تاجیکې، فولانې، دری، داغبانی(په غنا کې د افریقاییانو ژبه) او نيپالی کې ژباړه شوي نسخې د مسجد النبی صلی الله علیه و آله په مختلفو انګړونو کې د زائرانو ترمنځه وېش کړي.
د دې راپور له مخې، له دې سره په مسجد النبی صلی الله علیه و آله کې د شتون لرونکو ژباړو شمېر تر ۵۵ ژبو ورسېدو چې د دغه سپېڅلې جومات خصوصي کتابتون کې اېښودلې شوي چې د مختلفو هیوادونو خلک ترې ګټه ترلاسه کوې.
عبدالله بن سلیم العوفی د قرآن کریم نسخو چاپی چارو ادارې مشر په دې اړه وویل: دا اداره، د قرآن کریم نسخو چاپ کولو او نوې ژباړې کولو سره نور کارونو لکه په مسجد النبی صلی الله علیه و آله کې د قرآن کریم په کتابتون کې وده او د قرآن کریم او د نورو کتابونو چاپ کول او د زائرانو لپاره د لارښود نقشې هم چاپ کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3587002