قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د جمهوری اسلامی ایران د زړه روښانه کسانو د قران نړیواله مقابلو دویمې دورې نتیجه اعلان شوه چې د دغې پر اساس د الجزاير حافظ لومړی مقام ترلاسه کړو.
همدارنګه عبدالله محمدی نژاد چې دغه مقابله کې د ایران استازي وو دویم مقام تر لاسه کړو او د عراق زړه روښانه قاری حسین شلال درېم مقام ترلاسه کړو.
د جمهوری اسلامی ایران د زړه روښانه قرآنی مقابلو دویمه دوره د قرآن کریم په دوه برخه حفظ او قرائت کې پیل شوې، دا لومړی ځل وو چې د قرآن قرائت برخه په دی مقابلو کې شامل شوه.
همدارنګه د قرائت برخې مقابلو نتیجه هم اعلان شوه چې له ایران محمد بهرامی لومړي شو او د ترکی علی ساراکایا دویم او محمد علدالشهید باقر له عراق دریم مقام تر لاسه کړو.
د جمهوری اسلامی ایران قرآنی نړیواله مقابلو دویمې دورې په اخیرنۍ برخه کې محمد ارشاد مربعی تلاوت دلته اورېدلي شي.
http://iqna.ir/fa/news/3593474