IQNA

د بصره مندائیان به د امام حسین علیه اسلام ماتم کوونکو لپاره موکب (کمپ) لږه وې

22:46 - October 01, 2017
د خبر لمبر: 3480705
نړیواله ډله: د عراق په جنوب کې د بصرې ښار مندائیان به په اتم کال د دغه ښار په مرکز کې د امام حسین علیه السلام عزادارانو او ماتم کوونکو خدمت لپاره موکب (کمپ) نصب کوي.
د بصره مندائیان به د امام حسین علیه اسلام ماتم کوونکو لپاره موکب (کمپ) لږه وې

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د السومریة خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د بصره مندئیان فرقې شورا چارو مشر غازی لعیبی د امام حسین علیه السلام زائرانو لپاره د مندائیانو له اړخه د کمپ لږولو په اړه وویل: دا موکب (کمپ) اتم کال دې چې د یحی بن زکریا علیه السلام په نوم باندې د بصرې په مرکزی سیمې طسه کې لږېږي.

هغه ادامه کې وویل: د دې کمپ لږولو هدف د محرم په ورځو کې مسلمانانو سره ملګرتیا کول دې ځکه چې مونږ هم د دې ځمکې زامن یو او د بصره خلک له سلګونو کالو رسې د سوله یز او ګډ ژوند کولو باندې شهرت لري.

لعیبی څرګنده کړه: مونږ د امام حسین علیه السلام پاڅون ته د یو انساني پېښي په عنوان نظر کوو چې د شرافت ډېره لوړه او ستره معنی لري.

هغه زیاته کړه: مندائیان نه یواځې د موکب (کمپ) په شکل کې ګډون کوې بلکې ډېر مندائیان د امام حسین علیه السلام څلوېښتي مراسمو کې ګډون لپاره کربلا ته هم سفر کوي.

د بصره مندائیانو رسنۍ ویاند «لؤی الخمیسی» هم د دې په اړه وویل: د مندائیانو له اړخه په دغه سیمه کې لږېدلې کمپ د عزادارو نه د خوراک څښاک سره مېلمستیا کولو لپاره جوړ شوي.

هغه زیاته کړه: د مندئیانو یو بل کمپ د بصره په الزبیر ولایت سیمه کې جوړ شوې چې د دغه کمپ فعالیتونو په دې کال کې وده کړې او دې کال به د عزادارو نه استقبال کوې.

د تاریخي سرچینو پر اساس مندائی دین یو لرغونې موحد دین دي چې د دې دین منونکې د عراق په جنوب او د ایران په اهواز ښار کې مېشت دې، او په زرګونو مندئیان په همدارنګه د نروژ، هلند، سوئد او بریتانیا هیوادونو کې هم مېشت دې خو ولی په کال ۲۰۰۳ کې په زرګونو مندئیانو له دغه سیمې نه مهاجرت کړي چې اوس یی رسمي او کره شمېر معلوم نه دي.

http://iqna.ir/fa/news/3645724


captcha