IQNA

د باسکټبال مسلمانان په نړیوالو مقابلو کې د حجاب په ازادۍ خوشحاله دي

12:06 - October 05, 2017
د خبر لمبر: 3480715
نړیواله ډله: د باسکټبال په نړیواله مقابلو کې مذهبی پردې او حجاب نه استفاده باندې د بندیز قانون په رسمي توګه لغو شو.
د باسکټبال مسلمانان په نړیوالو مقابلو کې د حجاب په ازادۍ خوشحاله دي

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د CAIR خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د باسکټبال مقابلو کې د اسلامی پردې او حجاب باندې د بندیز قانون د می میاشته (اردیبهشت) کې د باسکټبال نړیواله فیډریشن له اړخه لغو شو او باید دا طرحه له ۱ اکتوبر نه اجرا شي.

د امریکا اسلامی اړیکې شورا، د امریکا د مسلمانانو حقوق حمایت کوونکې ستر سازمان، د سوئیس په هیواد کې مېشت باسکټبال فدراسيون له اړخه د حجاب بندیز قانون لغو کېدو نه ستاینه وکړه.

د فیبا د دستور په اړه د مختلفو اسلامی سازمانونو سره د امریکا اسلامی اړیکو شورا او د امریکا سیکانو سازمان له اړخه مذاکره او کمپاینونه پیل شو چې لوبغاړې ښځې مسلمانانو ته او سیک ښځو او دارنګه نورو ته په لوبو کې د مذهبي پردې کولو اجازت ورکړلې شي.

تېر کال له ۵۰ نه زیات حقوقي سازمانونو او متحد دینونو له فیبا نه غوښتنه کړې چې د باسکټبال په لوبو کې د مذهبی پردې بندیز قانون چې مسلمانان، یهودیان او سیکان د دغې لوبې نړیواله مقابلو کې شتون نه مخنیوی کوې حذف کړي.

د امریکا اسلامی اړیکو شورا مشره زینب چودری وویل: د فیبا نوې رسمي سیاست د ټولو لپاره یوه لوې بریالیتوب دی چې د دینی ازادی ته باوری شو او غواړې چې لوبغاړې به د دینی اعتقاداتو نه بلکې یواځې د خپل مهارت پر اساس او توان انتخاب کېږي.

د باسکټبال د مسلمانانو ښځو ټیم لوغاړې رابغه پاشا، چې د انګلیس په لستر ښار کې د سراسر مسلمانانو ښځو باستکټبال ټیم دي وویل: دا قدم یو لوی قدم دی او خلک به ووینې چې حجاب لرونکې مسلمانانې ښځې دا توان لري چې د خپل خوبونو تعبیر ترلاسه کړي.

د حجاب بندیز قانون لغو کولو کمپاین پیل کوونکې یوې غړې اسما البداوی وویل: کېدلي شې مونږ ته اوس هغه څه نه ښکارې خو ولی په راروان وخت کې به حجاب لرونکې مسلمانانې ښځې په ټولو لوبو کې شتون لري او دا مسئله ستره اغېزه ولري.

http://iqna.ir/fa/news/3648527


captcha