قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مصر الیوم السابع خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامی نړۍ لومړۍ اتلس چې په کال ۱۸۰۳ کې د استامبول په ښار کې او د دریم عثماني باچا سلیم سلطان په دوره حکومت کې لاس سره جوړ شوې، چاپ شوې او خپور شوي وو.
دا اتلس یوې هوایي نقشې او د نړۍ له ۲۴ هیوادونو نقشې او د ۵۳x۱۷ سانتي مېټر کچه سره رنګي شکل سره جوړ شوي دی او د جغرافيه علم یوه سریزه چې د محمود رائف افندي په قلم سره په ۷۹ پاڼو کې لیکلې هم شامل ده.
د دریم سلیم سلطان حکومت په دوره کې یو شمېر له دې نسخې نه د هدیه په عنوان سره د حکومت چارواکو ته ډالي شوې وې او یو شمېر له دغه خطي نسخې د خرڅ لپاره هم وړاندې شوي وې، له دې ځینې نسخې د سوځولو له امله له منځه تلې هم دي.
د څېړنو پر اساس ویلې شوي چې د دې اتلس ۱۰ نه تر ۲۰ نسخې په نړۍ کې شتون لري، نو له دې مخې دا اتلس د نادرو نسخو څخه شمېرلي کېږي.
د شارجه امارات کتاب نړیواله نندارتون ۳۶ دوره له ۱۰ نه تر ۲۰ آبان پورې د ۶۰ هیوادونو نه د ۱۶۵۰ ناشرانو ګډون سره پیل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3662335