IQNA

د امام حسن عسکری (ع) د شهادت د کلیزې په مناسبت تسلیت وایوو

0:48 - November 27, 2017
د خبر لمبر: 3480821
نړیواله ډله: د ربیع الاول یا وړومبۍ خور د میاشتې اتمه نېټه د امامت د آسمان د یولسم ځلانده ستوری حضرت امام حسن عسکری (ع) له کلیزې سره برابره ده.
د امام حسن عسکری (ع) د شهادت د کلیزې په مناسبت تسلیت وایوو
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې،د خداے دګران رسول (ص) یو نمسے امام حسن عسکری (ع) د 260 هجری قمری کال د ربیع الاول یا وړومبۍ خور د میاشتې په اتمه نېټه د عراق په سامرا ښار کښې شهید کړے شو.
د امام حسن عسکری (ع) قدرمن پلار امام علی نقی (ع) د خداے د ګران رسول (ص) له اهلبېتو علیهم السلام څخه ؤ او مور بی بی یې یوه دانشوره، فضیلت لرونکې او خلقو خېرخواه مېرمن وه.
امام حسن عسکری (ع) د پلار له شهادته وروسته د مسلمانانو دینی مشری په غاړه واخېسته.
هغه حضرت د خپل علم او پوهې په مکتب کښې یو شمېر فضیلت لرونکی دانشوران تربیت کړل چې هر یو د اسلامی علومو په مختلفو زمینو کښې د لیکل شویو آثارو په یادګار پرېښودو سره د اسلامی تعلیماتو د لوړتیا لپاره موثره ګامونه پورته کړل.
مونږ د هغه پاک امام د شهادت د کلیزې په مناسبت سره د نړۍ ټولو مسلمانانو په تېره بیا د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو علیهم السلام مینه والو او تاسو قدرمنو اورېدونکو ته د زړۀ له کومی تسلیت وایوو.

captcha