IQNA

بدالملک الحوثی:

آل سعود ټرمپ ته په پېغمبراکرم (ص) باندې ترجيح ورکوي

0:30 - December 02, 2017
د خبر لمبر: 3480838
سیاسي ډله: د يمن د انصارالله مشر تاکيد وکړ: چې آل سعود د ټرمپ ډېر تعظيم او ستائنه کوي، خو د خداے د ګران رسول (ص) تعظيم او ستائنه بدعت بولي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د iuvmp نه په نقل، سيد عبدالمالک بدرالدين الحوثي د خداے د ګران رسول (ص) د ميلاد د کليزې د جشن په مناسبت په يوه وېنا کښې وويل: نړيوالو ته زمونږ د ملت خبره دا ده چې اراده يې نه ماتې خوړونکې ، صبر يې نه ختمېدونکے او اراده يې نه سستېدونکې ده.
هغه تاکيد وکړ چې د يمن د ملت اراده مضبوطه او محکمه ده او د دښمن په وړاندې به چې هر څومره قوت لرونکے وي سرټيټ نه کړي.
عبدالمالک بدرالدين الحوثي تاکيد وکړ: د ډونلډ ټرمپ لپاره تعظيم او ستائنه د آل سعود لپاره يو ضرورت او فرض ګڼل کيږي، خو د هغوي لپاره د نبي اکرم (ص) ستائنه او تعظيم بدعت دے.
د يمن د انصارالله مشر تاکيد وکړ چې د يمن ملت په خپل اسلامي ماهيت تاکيد او اعلان کوي چې د امريکې، اسرائيلو او د سعودي او اماراتو په شان د هغوي خائنو نوکرانو او اجيرانو د دباونو په وړاندې سرټيټ نه کړي.
هغه د خپلې وېنا په دوام کښې تاکيد وکړ چې د يمن ملت د فلسطين له ملت سره چې د سعودي رژيم له شېطاني دسيسو سره مخامخ دے چې د مسئلې په اړه ساز باز وکړي د خپل پېوستون اعلان کوي.زمونږ تاکيد د اسرائيلو د هر ډول تيري په وړاندې د فلسطين او لبنان له مقاومت څخه په ملګرتيا او ملاتړ باندې دے.
IUVMPress.com

captcha