IQNA

په هند او پاکستان کښې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د میلاد انځورونه

21:34 - December 04, 2017
د خبر لمبر: 3480846
نړیواله ډله: د پاکستان او هند په مختلفو برخو کښې مسلمانان د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د میلاد مختلفه مراسم او په سړکونو باندې غونډې پيل کېږي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د firstpost خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په پاکستان کې د خالی(11آذر) په ورځ خلکو د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د میلاد مراسم د دغه هیواد په راول پنډی، کراچۍ او لاهور ښارونو کښې امنیتي پلان سره پيل کړل.
د پاکستان لومړۍ وزیر شاهد خاقان عباسي، د میلاد په یو مراسمو کې ګډون سره له خلکو نه غوښتنه وکړه چې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د سیرت څخه چې د ملګرتیا، خواخوږۍ او سولې زمینه یی برابره کړي، پیروي وکړي.
په هند کښې کلکته ډېر مسلمانان هم په سړکونو باندې غونډې او حمد او نعتونه لوستلو سره دا جشن ترسره کوي.
په کشمیر هم مسلمانانو د جمعه (10آذر) په ورځ د حضرت تبال(Hazratbal) زیارت چې د دغه ځای د خلکو عقیده ده چې دلته د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وېښته ساتلې کېږي د جمعه لمونځ پیل کولو سره د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و أله د زوکړې جشن هم پیل کړو.

http://iqna.ir/fa/news/3669102
captcha