IQNA

د پاکستان په پوهنتون کښې د «سیره نبوی صلی الله علیه وآله» ساحې پيل کول

8:38 - December 20, 2017
د خبر لمبر: 3480896
نړیواله ډله: د پاکستان په علامه اقبال پوهنتون کښې ډېر زر د دوکتورا او ماسټر په کچه د سیره نبوی صلی الله علیه و آله ساحه پيل شي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د The Nation خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د پاکستان په اسلام آباد ښار کښې د علامه اقبال پوهنتون مشر شاهد صدیقی، د دغه پوهنتون کارکوونکو ښېګړې سازمان له اړخه د حضرت محمد صلی الله علیه و آله د نعت محفل کښې په دې اړه خبر ورکړي.
هغه زیاته کړه: دا پوهنتون همدارنګه اراده لري چې د سیره نبوی موضوع باندې د کتاب لیکلو مقابله پیل کړي چې ښه کتاب لیکوال ته جایزه اهدا کړي.
صدیقی وویل: د علامه اقبال پوهنتون همدارنګه مختلفو پروګرامونو سره خپل زیات تمرکز د قرآن کریم او نبوی سیرت باندې ورکړي او خپلو پروژو ته ادامه ورکړي.
د سیرت النبی صلی الله علیه و آله څېړونکې خپرونه چې تازه له دغه پوهنتون نه خپرېږي په دې وروستیو کښې د ۲۰۱۷ کال بهترینه خپرونه ټاکلې شوي ده.
د پاکستان علامه اقبال پوهنتون همدارنګه د سیره نبوی کمپاین پيل کولو سره څلور ملي جایزې ترلاسه کړي دی.
صدیقی دې ته تاکید سره چې دا پوهنتون د پیغمبر اسلام صلی الله علیه و آله زدکړو خپرولو لپاره هڅه وکړي، وویل: د پیغمبر صلی الله علیه وآله زدکړې د دې نړۍ او د هغه دنیا د ژوند لپاره یوه بهترینه سرچینه ده.
http://iqna.ir/fa/news/3674160
captcha