IQNA

پاکستان ته د امریکا ګواښ جدی یا زرګری جنګ ؟

23:25 - December 23, 2017
د خبر لمبر: 3480899
نړیواله ډله: امریکا د تل لپاره په سیمه کښې نشي پاتې کیدلای او دا ګاونډي هیوادونه دي چې باید دیوه بل په څنګ کښې ژوند وکړي.

پاکستان ته د امریکا ګواښ جدی یا زرګری جنګ ؟قرآنی خبر خپروونکې ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، د امریکا د ولسمشر مرستیال (US Vice President)مایک پنس(Mike Pence) چې وړمه ورځ ناڅاپه کابل ته تللی وو
د افغانستان له ولسمشر اشرف غنی او د ملی یووالی د حکومت له اجرایی مشر عبدالله عبدالله سره له کتنو وروستنه په بګرام هوایی ډګر کښې دامریکا عسکرو ته په وینا کښې پاکستان ته خبرداری ورکړ چې په خپل هیواد کښې د افغانستان د طالبانو پناه ځایونه له مینځه یوسی او ددغه ډلې پرضد جدی اقدام وکړی ګنی اسلام اباد به ډیر شیان له لاسه ورکړی .
دامریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس(Mike Pence) په عین حال کښې جوته کړه پاکستان له امریکا سره په ملګری کیدا سره ډیر شیان لاس ته راوړلی شی .
له دې مخکې هم دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل هیواد دملی امنیت دنوی ستراتیژۍ د اعلانولو په و خت چې په تیرې دوشنبې ورځ یې بیان کړی وه پاکستان ته خبرداری ورکړی وو اسلام اباد ژمن دی له امریکا سره ملګرتیا وکړی .
امریکا ولسمشر ټرمپ ویلی وو پاکستان هر کال له واشنګټن زیاتې مالی مرستې ترلاسه کوی .
پاکستان هم دامریکا د ولسمشر د مرستیال مایک پنس(Mike Pence) د څرګندونو په اړه وویل متحدین یوبل ته ګواښ نه کوی .
د پاکستان دخارجه وزارت ویندوی ډکټر فیصل په یوې (۱)بیانیې کښې وویل د امریکا د ولسمشر د مرستیال مایک پنس(Mike Pence) څرګندونې له هغو خبرو او کتنو سره چې د امریکا او د پاکستان د چارواکو ترمینځ ترسره کیږی تفاوت لری .
دغه راز د پاکستان د پوځ لوړرتبه ویندوی جنرال اصف غفور هم د امریکا د لوړرتبه چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل پاکستان دامریکا مالی مرستو ته نه بلګې ددغه هیواد اعتماد ته ضرورت لری .
غفور وویل پاکستان تل له امریکا سره ملګرتیا کړی ده او هغه جنګ چې پاکستان دترهګرو پرضد کړی دی هیڅ هیواد نه دی ترسره کړی .
د پاکستان دپوځ لوړرتبه ویندوی جنرال اصف غفور زیاته کړه د ترهګرو پټنځایونه په افغانستان کښې دی او هلته باید دغه مرکزونه تباه کړې شی .
د پاکستان رسنیو هم د خپل هیواد په ارتباط د امریکا د ولسمشر د مرستیال مایک پنس(Mike Pence) څرګندونې په تیرو شپاړسو(۱۶) کلونو کښې د اسلام اباد لپاره د امریکا لخوا ترټولو خطرناک ګواښ بللی دی .
دا چې پاکستان ته د امریکا دغه ګواښ څومره خطرناک کیدلای شی دتهران راډیو پښتو خپرونې په دې اړه د افغانستان د نامتو لیکوال او په علومو اکیډمۍ کښې د دایره المعارف دمرکز د مشر استاد حبیب الله رفیع نظر د ټیلی فون په لیکه معلوم کړ چې هغه په ځواب کښې وویل امریکا په تیرو شپاړسو(۱۶) کلونو کښې دې ته ورته زیات ګواښونه کړی دی خو هیڅکله یې نه یوازې خپل ګواښونه عملی کړی نه دی بلکې کله نه کله یې له پاکستان سره مالی مرستې هم کړی دی څرنګه چې امریکا څه موده مخکې هم له اسلام اباد سره اوه سوه (۷۰۰)میلیونه ډالره مرسته وکړه .
د افغانستان تکړه لیکوال حبیب الله رفیع پاکستان ته دامریکا ګواښونه او امریکا ته د پاکستان د چارواکو غبرګونونه یو (۱)زرګری جنګ وباله او ویې ویل په تیرو شپاړسو (۱۶)کلونو کښې داډول ژبنی جنګونه د دواړو هیواړونو ترمینځ وو خو امریکا به په عمل کښې هیڅکله پاکستان له لاسه ورنکړی .
حبیب الله رفیع وویل پاکستان په سیمه کښې دامریکا د سیاستونو اجرا کونکی دی څرنګه چې د پاکستان دتاریخ په اوږدو کښې دغه هیواد په سیمه کښې دامریکا زیات خدمتونه کړی دی .
د افغانستان نامتو لیکوال او د علومی په اکیډمۍ کښې د دایره المعارف د مرکز مشر استاد حبیب الله رفیع دامریکا د ملی امنیت دنوی ستراتیژۍ ته په اشارې سره چې دافغانستان دحکومت لخوا تائید شوی او د امریکا او د افغانستان په ګټه بلل شوی ده وویل افغانستان یو(۱) قانونی او ولسی حکومت نلری بلکې هلته د امریکا د استعماری هدفونو او دګټو دتامینولو لپاره یو(۱) جعلی فرمایشی حکومت جوړ کړی شوی دی .
د افغانستان دغه تکړه لیکوال دچین ، روسیې او دایران لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ کړنلارې د معلومولو لپاره چې د امریکا د ملی امنیت په نوی ستراتیژۍ کښې انځور شوی ده وویل امریکا دهمدې مقصد لپاره دافغانستان په خلکو یو(۱) لاسپوڅی او کمزوری حکومت ورتپلی دی چې وکولای شی د کابل له حکومت سره امنیتی تړون لاسلیک کړی .
حبیب الله رفیع وویل دا احتمال شته چې امریکا له هغو پوځی اډو څخه چې له کابل سره د امنیتی تړون پراساس یې په افغانستان کښې جوړې کړی دی د نورو هیوادونو پرضد استفاده وکړی .
هغه وویل له بده مرغه د افغانستان حکومت دې خبرې ته فکر نه کوی چې امریکا دتل لپاره په سیمه کښې نشی پاتې کیدلای او دا ګاونډی هیوادونه دی چې باید دیوه بل په څنګ کښې ژوند وکړی .
لیکوال عاشق حسین طوری
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i61793

captcha