IQNA

د پاکستان خلقو په پراخو مظاهرو کښې د امريکې او اسرائيلو غندنه وکړه

23:41 - December 23, 2017
د خبر لمبر: 3480901
نړیواله ډله: د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د بیت المقدس په هکله د ټرامپ د غیر منطقي او ناسنجول شوې فیصلې په اعتراض کې پراخې مظاهرې وشوې.
د پاکستان خلقو په پراخو مظاهرو کښې د امريکې او اسرائيلو غندنه وکړهقرآنی خبر خپروونکې ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، دIUvprewwنه په نقل، د رپوټ له مخې د پاکستان مجلس وحدت مسلمین او امامیه اسټوډنسټس آرګنایزیشن او نورو مذهبي ګوندونو پرون د جمعې له نمانځه وروسته په یو لړ مظاهرو کې د مړه دې وي امریکا او مړه دې وي اسرايیل شعارونه ورکړل او او د امریکا او صهیونسټ رژیم بیرغونه او د ټرمپ ګوډاګی یې وسوزاوه.
معترضانو دامریکا او اسراییلو له پراختیا غواړو او تیري ګرو سیاستونو دخپلې غوسې د څرګندولو په ترڅ کې وویل: واشنګټن او تل ابیبي د بشري حقوقو تر ټولو لوی ماتوونکي دي.
پاکستانیو مظاهره چیانو د فلسطین د مظلومو خلکو په ځپنه کې له صهیونسټ رژیمه د امریکا ملاتړ وغانده او له نړیوالو ټولنو په تیره بیا ملګرو ملتو او د اسلامي ملګرتیا له تنظیمه یې وغوښتل چې په نیواکي فلسطین کې د صهوینسټانو د جنایتونو مخه ونیسي.
د صهیونسټ رژیم د رسمي پلازمینې په توګه د بیت المقدس د پیژندلو او دغه ښار ته د امریکا د سفارت د لیږدولو د ټرامپ فیصلې د اسلامي نړۍ او د اسلامي هیوادونو د مشرانو غوسه راپارولې ده .
http://iuvmpress.com/pa/10296
captcha