IQNA

آیا ټرمپ به د امریکې په ګوربا چف بدل شي؟

15:18 - December 29, 2017
د خبر لمبر: 3480913
نړیواله ډله: د بریطانیې او شوروي امپراطورۍ هم په افغانستان کښې د لاسوهنې له امله دړې وړې شوې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو نه په نقل، سره له دې چې د افغانستان په پلازمینه کابل کښې سخت امنیتي تدابیر غوره شوي او په دې ښار کښې د تلاشۍ زیاتې پوسټې جوړې شوې دي خو ترهګرې حملې همهغه شان دوام لري. دغه ښار تیره اونۍ د دوو ځان وژونکو حملو کتونکی و. په یوه حمله کښې چې پرون (پنجشنبه) ترسره شوه، په افغان غږ خبري آژانس پورې اړوند د تبیان کلتوري مرکز هغه وخت په نښه شو چې یوه کلتوري غونډه پکښې روانه وه. او له امله یې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له قوله د څلورو ښځو او دوو ماشومانو په شمول ۴۱ کسان وژل شوي او د اتو ښځو په شمول ۸۴ تنه نور ټپیان شوي دي چې د دې حملې پړه هم داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستې ده.
په دویمه حمله کښې چې د تیرې اونۍ د دوشنبې په ورځ د کابل ښار د شش درک په سیمه کښې وشوه، د دوو امنیتي ځواکونو په شمول شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د دغې حملې پړه هم داعش منلې وه.
نه یوازې کابل بلکې هلمند، قندهار، غزني، ننګرهار، پکتیا، خوست او ارزګان ولایتونه هم له سختو ناامنیو رنځیږي. د نشه ایزو توکو تولید او قاچاق هم خپل اوج ته رسیدلی دی. د افغانستان د نشه ایزو توکو سره د مبارزې د وزارت د سرچینو له قوله، سږ کال په افغانستان کښې د افیمو تولید ۹ زره ټنو ته رسیدلی دی. د افغانستان تش په نامه د ملي وحدت دولت چې د جوړیدو له پیله د قدرت د ویش په سر له سختو اختلافاتو سره مخ دی، دا مهال د بلخ ولایت د والي عطا محمد نور د استعفا د منلو د مسئلې په سر له یو بل سخت اختلاف سره هم مخامخ شوی دی. دا شان چې عطا محمد نور له یوې خوا له ولسمشر اشرف غني او له بلې خوا د اجرايیه رییس عبدا... عبدا... سره چې ګوندي ملګری یې هم دی، سخت اختلاف پیدا کړی دی. او ویل کیږي چې د امریکې حکومت حتی د افغانستان په ډیرو وړو حکومتي چارو کښې هم لاسوهنه کوي. داشان چې دغه لاسوهنه د افغانستان د حکومتي چارواکو ترمینځ د دائمي اختلافاتو سبب کیږي.
امریکا چې په وړومبي سر کښې یې یونیم لاک پوځي ځواکونه په افغانستان کښې درلودل، دا مهال شل زره ځواکونه په دې هیواد کښې لري. د افغانستان لپاره د امریکې د ولسمشر ټرمپ د نوې سټراټیجۍ له مخې چې د روان میلادي کال د آګست په ۲۱ نیټه اعلان شوه، له یوې خوا نوي امریکايي ځواکونه افغانستان ته ولیږل شول او له بلې خوا د بې پایلټه الوتکو هوائي یرغلونه زیات شوي دي چې ورسره ورسره د طالبانو حملې هم پراخې شوې دي. او د دې ترڅنګ داعش ترهګره ډله هم کله کله یرغلونه کوي.
د تهران پښتو راډیو په دې اړه د ټیلیفون له لارې د افغانستان د سټراټیجکو مطالعاتو د مرکز او د کابل نیوز ټیلیویژني چینل له مشر غلام جیلاني ځواک نظر وپوښته چې دوي په ځواب کښې په کابل کښې د تبیان پر کلتوري مرکز د پنجشنبې ورځې حملې ته په اشارې سره د افغانستان د حکومت او امنیتي ځواکونو په کمزورۍ سخته نیوکه وکړه او ویې ویل: سره له دې چې یوه موده کیږي رسنۍ او کلتوري مرکزونه په تیره بیا د شیعیانو کلتوري مرکزونه، جوماتونه او تکیه خانې له ترهګرو حملو سره مخامخیږي چې داعش یې پړه په غاړه اخلي خو دولت د دغو کلتوري مرکزونو او رسنیو څخه د ساتنې لپاره د امنیتي تدابیرو په فکر کښې نه دی چې دا شک راپیدا کیږي چې مه کړه د حکومت او امنیتي ارګانونو په دننه کښې داسې کسان شته دي چې د ترهګرو لپاره د ترهګرو حملو زمینه برابروي.
ښاغلي ځواک همداراز د امریکې د ملي امنیت نوې سټراټیجۍ ته په اشارې سره وویل: په دغې سټراټیجۍ کښې چین، روسیه او ایران د امریکې د ملي ګټو په وړاندې د سیالانو او دښمنانو په توګه ګڼل شوي دي. ځکه نو دا احتمال ډیر زیات دی چې د تبیان پر کلتوري مرکز ترهګره حمله د امریکایانو لخوا طراحي شوې وي. ځکه چې تبیان مرکز له ایران سره کلتوري اړیکې لري او داعش ترهګره ډله هم چې د امریکې لخوا جوړه شوې ده د هغې په حکم د شیعیانو پر کلتوري مرکزونو او جوماتونو حملې کوي څو له یوې خوا یې پر ایران ګوذار کړی وي او له بلې خوا یې د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ نفاق رامینځته کړی وي. که څه هم اهلسنت مسلمانان هم د داعش ترهګرې ډلې له جنایتونو خوندي نه دي پاتې او له دغې ډلګۍ څخه کرکه لري خو د غلام جیلاني ځواک په وینا، د امریکې دغه ظالمانه او انساني ضد سیاست د هغې د ماتې ښودنه کوي او بلآخره به د امریکې د دړې وړې کیدا سبب شي. که د سترو امپراطوریو تاریخ ولوستل شي نو زیاتره په خپله د ځان د نسکوریدا سبب شوې دي او ګمان کیږي دا مهال د امریکې وار دی. او ډونلډ ټرمپ هم کیدی شي د امریکې په ګوربا چف بدل شي.
البته د اسرائیلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د اعلانولو په اړه د امریکې له فیصلې سره د ملګرو ملتو په عمومي ټولنه کښې د ۱۲۸ هیوادونو مخالفت د دغه هیواد د دړې وړې کیدا په لور ډیر مهم ګام ګڼل کیږي او پاتې دې نه وي چې د بریطانیې او شوروي امپراطورۍ هم په افغانستان کښې د لاسوهنې له امله دړې وړې شوې.

http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i62213

captcha