IQNA

دیمن دمظلوم ملت په ضد دې دعربستان وحشی ډوله بمبارۍ ختم شی

15:38 - December 29, 2017
د خبر لمبر: 3480915
نړیواله ډله: په څه دپاسه زرو ورځو کې چې په یمن د آل سعود رژیم دتیریو تیریږی ، سعودی عربستان چارواکو ښودلې ده ،کله چې دجنګ په ډګرونو او عملیاتتی سیمو کې له ماتو سره مخامخ کیږی ،نو دبې ګناه ښځو او ماشومانو دقتل عام او دبې د فاع خلکو په بې آمانه بمباریو سره غچ اخلی .

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو نه په نقل، دایران دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی نن سهار وختی په یولړ څرګندونو کې دیمن په بیلابیلو سیمو د آل سعود رژیم بې رحمه بمبارۍ او غیر انسانی جنایتونه چې د دغه هیواد دمظلومو اوبې څوکه بې ګناه خلکو د عامې وژلې سبب شوی ، په سخته غندلی دی .
بهرام قاسمی زیاته کړې ، په څه دپاسه زرو ورځو کې چې په یمن د آل سعود رژیم دتیریو تیریږی ، سعودی عربستان چارواکو ښودلې ده ،کله چې دجنګ په ډګرونو او عملیاتتی سیمو کې له ماتو سره مخامخ کیږی ،نو دبې ګناه ښځو او ماشومانو دقتل عام او دبې د فاع خلکو په بې آمانه بمباریو سره غچ اخلی .
د ایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی روښانه کړې ، ډیره د افسوس اوحیرانتیا خبره ده چې په یمن د سعودی عربستان له جنونه ډکې حملې چې دامریکا په مرګونو وسلو سره کیږی ، د بشری حقوقو دمدعیانو هیڅ ډول غبرګون په ځان پسې نه لری .
د آل سعود رژیم جنګی الوتکو پرون ناوخته دیمن دجنوب لویدیځ په تعز ولایت کې په یوه ګڼ ګوڼ بازار په بې آمانه بمباریو کې څه دپاسه سل کسان مړه او ټپیان شول . په عین حال کې د عربستان جنګی الوتکو همداراز دیمن په لویدیځ کې په الحدیده ولایت په بمباریو کې هم د یوې کورنۍ دښځو او ماشومانو پشمول دولس غړی وژل شوی دی .

captcha