IQNA

سعودی جنګی الوتکو بیا په لسګونو یمنیان قتل عام کړل

22:02 - December 30, 2017
د خبر لمبر: 3480920
نړیواله ډله: د یمن په الحدیده باندې د سعودی جنګی الوتکو په حمله کښې دېرش بې ګناه یمنیان قتل عام شول.
سعودی جنګی الوتکو بیا په لسګونو یمنیان قتل عام کړلقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران پښتو رایډیو نه په نقل، د المنار د نننی رپوټ له مخې د سعودی جنګی الوتکو د یمن د الحدیده صوبې په الجراحی ښار باندې په بمبارۍ سره یو شمېر نور عامه خلق ژوبل هم کړل.
د یمن روغتونی سرچینو وویل، د یو شمېر ژوبلو حالت سخت بیان شوے دے چې د سرتاوانونو د شمېر د زیاتېدو امکان موجود دے.
نن سحر هم د سعودی تیری ګر ائتلاف جنګی الوتکو د همدغې صوبې په الخوخه سیمه باندې حمله وکړه چې لس ښځې پکښې ووژلې شوې.
سعودی عرب د امریکې، اماراتو او ځینو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې راهسې په یمن حملې شروع کړې او ورسره یې دغه هیواد د ځمکې، سمندر او هوا له لارې بیخی کلابند کړی دی او د عربستان په بریدونو کښې تراوسه په یمن کښې لسګونه زره کسان وژل شوی او زخمی شوی دی او میلیونونه نور کډه په سر شوی دی.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i62311
captcha