قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د افغانستان دملی امنیت ادارې مطبوعاتی دفتر نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دهلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د امنیتی ځواک په بیګانیو عملیاتو کې د طالبانو ډلې د دغه مهم مرکز پر تباه کولو سربیره ، د طالبانو نهه وسلوال غړی هم وژل شوی او د درو مشهورو طالب کمانډرانو پشمول اتلس نور ئې ټپیان شوی دی .
په دغې حملې کې همداراز د طالبانو کابو شپږویشت ګاډی هم تباه شوی او یو شمیر تجهیزات او وسلې هم د امنیتی مامورانو لاس ته ورغلی دی .
د افغانستان هلمند ولایت د طالبانو یو مهم مرکز او په دغه جنګ ځپلی هیواد کې دنشه ایزو موادو د تولید یو اصلی مرکز دی .
دا په داسې حال کې د ی چې په همداوروستیو څو میاشتو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د افغان پوځ پولیسو او امنیتی مامورانو او وسلوالو مخالفانو تر مینځ سختې نښتې او اخ وډپ زیات شوی او داسې کومه ورځ نشته چې یو شمیر عام کسان خپل ژوند پکې له لاسه ورنه کړی .