IQNA

قرآنی مطالعات او ښځې، د پاکستان کانفرانس عنوان

20:31 - January 26, 2018
د خبر لمبر: 3481001
نړیواله ډله: د پاکستان مرکز په اسلام آباد کښې د دې کال اسفند میاشتې اتم او نهم باندې د اسلامی مطالعاتو مختلف برخو کښې د ښځو په پرمختګ او وده کښې رول نړیواله کانفرانس پيل کېږي.
قرآنی مطالعات او ښځې، د پاکستان کانفرانس عنوانقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د iiu ویبپاڼې نه په نقل، دا کانفرانس د معاصر اسلامی مطالعاتو په ډګر کښې د څېړونکو ښځو او استادانو فعالیتونه څېړنو او د هغې تاثرات او لاسته راوړنې په هکله څېړنو هدف سره پیل کېږي.
د قرآنی مطالعاتو کښې د ښځو رول، فقهې مطالعاتو کښې د ښځو رول، د نبوی سیره او اسلامی تاریخ سره تړلې په څېړنو کښې د ښځو رول، عقیدې سره تړلې مطالعاتو په اړه د ښځو رول، اسلامی تمدن او کلتوری، اسلامی عقاید او د دینونو پرتله او د ټولنیزه اصلاحاتو په اړه د ښځو رول د دې کانفرانس بحثونه دي.
د مختلفو پوهنتونو اسلامی مطالعاتو څېړونکې، استادان او محصلان او اسلامی موسسات او د مدرسو ښوونکې به په دې دوه ورځنې کانفرانس کښې ګډون کوي.
دا کانفرانس د پاکستان د دین اصول پوهنځې او د اسلامی نړیواله پوهنتون تحقیق او خبرواترو نړیواله موسسه همکارۍ سره په اسلام آباد کښې پیل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3684962
captcha