قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د dailytexanonline خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په دې پروګرام کښې چې له ۲۸ مارچ (۸فروردین ۹۷) باندې پیل کېږي د امریکا له مختلفو غونډو نه ښځې به خپلې تجربې وړاندې کوي.
د حجاب مونولوګ پروګرام پیل کوونکې حنان هاشم وویل: په دې پروګرام کښې د حجاب لرونکې ښځو کېسې وړاندې کولو سره دا منفي تصور چې حجاب لرونکې فرق لري او هغوي سره اړیکې نشي لري له منځه وړل دي.
هغې چې له دې نه مخکښې یی دا نندارتون د میشیګان ـ دیربورن پوهنتون کښې پیل کړي وو د دې پروګرام د تاثیر په اړه څرګنده کړه: د یوې حجاب لرونکې ښځې په توګه دې نندارتون ته ګورم، په نندارتون کښې خبرې کولو په وخت لکه چې یو بل کس تاسو کیسه تېره وي او تاسو به په ټول نندارتون کښې دا څرګنده کړي چې د حجاب لرونکو په اړه دغه ټول تصورات غلط دي.
د مونولوګ کیسې د امریکا مسلمانانو ښځو لیک نه اخیستلې شوې چې په کال ۲۰۰۶ کښې د عشق، ملګرتیا او کورنۍ موضوعاتو باندې لیکلې شوي دي.
http://iqna.ir/fa/news/3689069