IQNA

د امریکا کنتیک پوهنتون کښې د روهینګیا بحران څېړنه

9:33 - February 09, 2018
د خبر لمبر: 3481032
نړیواله ډله: د امریکا کنتیکت (UConn) پوهنتون کښې د بنګلادېش محصلانو انجمن، دې اونۍ د«روهینګیا، هېر شوې خلک» عنوان پروګرام کوربه دې چې په بنګلادېش کښې کډوال روهینګیا په اړه څېړنه به کوي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د dailycampus.com خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا پروګرام له اتم فروري(۱۹ بهمن) د شپې له ۶:۳۰ نه تر ۹:۳۰ پورې د مختلفو تقریر کوونکو شتون سره د کنتیکت پوهنتون کانفرانس په مرکز کښې پیل کېږي.
د کنتیکت پوهنتون بنګلادېشي محصلانو انجمن مشر سوهان عزیز، په اړه وویل: د بنګلادېش خلک ډېر مېلمه پال خلک دي او د روهینګیا بې ځایه خلکو په بنګلادېش کښې شتون باندې هیڅ خفګان نه لري که څه هم د دې کډوالو ستره ټولنه د نړیواله ټولنو بې له څه مرستې او حمایت ‍نه پرته د بنګلادېش غونډې هیواد لپاره ډېره سخته ده.
هغه زیاته کړه: که څه هم د روهینګیا مسلمانانو خلاف د میانمار له اړه زیاتي او ظلم په خلاف ډېرو هیوادونو خبرې کړي او د میانمار له حکومت یی غوښتنه کړې چې دغه ظلم او زیاتي مخنیوي وکړو خو ولی د روهینګیا مسلمانانو لپاره یی په عمل کښې هیڅ کار نه دي کړي.
عزیز د روهینګیا مسلمانانو په اړه د ملګرې ملتونو سازمان له اړخه ضعیف عمل کولو باندې نیوکې سره وویل: ملګرې ملتونو سازمان د میانمار خلاف هیڅ قسمه بندیز نه دی لګولې او په رسمي توګه یی د دې نسل وژنې نوم نه دې اخیستلې چې د هیوادونو سازمان د میانمار خلاف څه اقدام ترسره کړي.
هغه تاکید وکړو: دې ته توجه سره چې د ملګرې ملتونو سازمان په میانمار کښې نښتې ته د قومي پاکولو عنوان ورکړي، نړیواله ټولنه باید د روهینګیا کډوالو مسلمانانو سره مرستې لپاره جدی اقدام وکړو او په میانمار باندې د بحران حل لپاره زور راوړې.
http://iqna.ir/fa/news/3689112
captcha