IQNA

پوځ له میانمار نه د اسلام حذف کولو غوښتونکې دی

23:35 - March 17, 2018
د خبر لمبر: 3481108
نړیواله ډله: د روهینګیا آراکان اتحادیه مشر وقار الدین، د«په آراکان کښې د روهینګیا بحران» په سیمینار کښې چې د ترکی په قونیه ښار کښې پیل شو، څرګنده کړه چې د میانمار ځواکونه غواړې له دغه هیواد اسلام حذف کړي.
د ایکنا راپور له مخې، د آناتولی خبرونو نه په نقل، د روهینګیا اراکان اتحادیه مشر په دې سیمینار کښې چې د ترکی په قونیه کښې د سلیمان دمیر په کلتوری مرکز کښې پيل شو، وویل: له زرګونو کلونو رسې د میانمار په ځمکه ظلم او زیاتې کېږي.
هغه زیاته کړه: د روهینګیا مسلمانانو په سیمه)د میانمار د راخین ولایت( کښې د قتل او ظلم لارې اوارې دي او د میانمار حکومت د افراطی بودائیانو جرمونه چې بشریت یی په هیڅ عنوان سره نه قبله وې د مسلمانانو خلاف ترسره کوي.
وقار الدین دې ته اشارې سره چې د ملګرې ملتونو سازمان د راخین په ولایت کښې د انسانښت پر ضد دا جرمونه سیستماتیکه نسل وژنه ګڼې وویل: په دغه سیمه کښې د بشري حقوقو په جدی توګه سرغړونه شتون لري او هیڅ ازادی د سفر او عبادت لپاره نه لري او دا په داسې حال کښې دی چې حتی له یو کلې نه بل کلې ته تللو لپاره اجازت ضروري دی، د جوماتونو دروازې بندې دی، عبادت باندې بندیز دی او خلکو باندې په زور بودایی نومونه اېښودلې کېږي.
هغه زیاته کړه چې د پناه ورکولو بحران پر نورو هیوادونو هم اثر لرلي او په تېرو دوو اونۍ کښې د روهینګیا په زرګونو کسانو بنګلادېش کښې پناه اخیستلې ده.
د ملګرې ملتونو سازمان د راپور پر اساس، له روهینګیا مسلمانانو ۶۸۸ زره کسان له شهریور میاشتې دریم نه تر اووم بهمن پورې او د میانمار او بودایی افراطی ډلو له بریدونو نه له تېښتې بنګلادېش ته تښتېدلي او د سرحدونو پرته ډاکټرانو له راپور پر اساس په دې بریدونو کښې تراوسه ۹ زره کسان مړه شوي دي.
http://iqna.ir/fa/news/3699454
captcha