IQNA

د پورت سعید قرآن نړیواله مقابلو پرانیستا تفصیلات

15:35 - March 24, 2018
د خبر لمبر: 3481118
نړیواله ډله: د ۱۱ عربی هیوادونو شتون سره د مصر په پورت سعید ولایت کښې د قرآن کریم حفظ نړیواله مقابلې لومړۍ دوره شورو شوه.
د ایکنا راپور له مخې، د الیوم السابع خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مصر ښار پورت سعید قرآن حفظ نړیواله مقابلو لومړۍ دوره د اسفند میاشتې د پورت سعید ولایت مشر عادل غضبان او د مصر چارواکو په شتون کښې شورو شوه.
د دې مقابلو پرانیستا مراسم د قرآن کریم له آیتونو سره وشوه، د پورت سعید ولایت په اړه د مستند ننداره او په دغه ولایت کښې د قرآن کریم مقابلې اجرا کولو، شتون لرونکو نه د یو شمېر کسانو تقریرونه او همدارنګه یو شمېر دینی نوښت سره یوځای وو.
د پورت سعید والي عادل غضبان، په خپل تقریر کښې ګډون کوونکو ته په خیر راغلې سره د دغه هیواد ولسمشر عبدالفتاح سیسی له اړخه سلام او په خیر راغلې اعلان کړو.
همدارنګه په دې مراسمو کښې د مصر مشهور قاري مرحوم شیخ محمد رفعت چې د دې مقابلو لومړۍ دوره د دې قاری په نوم ټاکلې شوي ولمانځلې شو.
د پورت سعید والي د وینا په رڼا کښې د دینی نوښت او قرآن کریم حفظ مقابلو لومړۍ نه تر دریم مقام ترلاسه کوونکو ته ۵۰۰ زره پونډ مصری جایزه په نظر کښې اخیستلې شوي چې په دې کښې به ۲۱ زره ډالر جایزه د «پورت سعید ښکلې غږ» سره ځانګړی شوي.
http://iqna.ir/fa/news/3700487
captcha