قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، ایرنا خبری اژانس وایی د یمن دانصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک بدرالدین الحوثی د سعودی عربستان د تیریګرو په وړاندې د درې (۳)کاله مقاومت او پایدارۍ په مناسبت په یوې وینا کښې ولسی او دینی ملاتړ د تیریګرو په وړاندې د مقاومت او د پایدارۍ اصلی عامل وباله .
هغه د سعودی عربستان له تیریګرو سره په مقابلې کښې د خپل هیواد په ثابت دریځ ټینګار وکړ .
حوثی د یمن د خلکو پرضد جنګ کښې له سعودی عربستان څځه د امریکا ملاتړونو او مرستو ته په اشارې سره وویل واشنګټن له متحده عربی اماراتو او عربستان څخه په سیمه کښې د خپلو ګټو او هدفونو د ترلاسه کولو لپاره د یوه(۱) اوزار په توګه استفاده کوی .
د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ مشر عبدالمالک بدرالدین الحوثی وویل دیمن پوځی وسونه ورځ تر بلې په زیاتیدا دی او توغندوی سیسټم ددښمن ټولو استحکاماتو ته نفوذ کړی دی .
سعودی عربستان د امریکا ، صهیونیسټ رژیم، اردن ، متحده عربی اماراتو او دانګلستان په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن دخلکو پرضد حملو او بمباریو ته دوام ورکړی دی چې تراوسه پکښې په سلګونو زره خلک مړه او ژوبل شوی دی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i67998