IQNA

په افغانستان کې د سولې دپروسې په وړاندې خنډونه

6:39 - March 26, 2018
د خبر لمبر: 3481126
نړیواله ډله:د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې څه موده مخکې د : امریکا اړتیالری له طالبانو سره خبرې وکړی : په عنوان سره په یوې مکالې کې لیکلی ، طالبانو د افغان ولسمشر وړاندیز رد کړی او له امریکا سره ئې دخبرواترو غوښتنه کړې ده .
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د دغه راپور په اساس ، د طالبانو ډلې له نظره ، دافغانستان د جنګ اوسولې اجازت له افغان حکومت سره نه ، بلکې له امریکا سره اړه لری ، او اوس د سپینې ماڼۍ پشمول دامریکا ځینو اورګانونو له طالبانو غوښتی دی ، داشرف غنی وړاندیز ته دې مثبت ځواب ورکړی .
د افغانستان ولسمشر  وئیلی دی،دسولې د پروسې په وړاندې ځینی خنډونه شته  چې  باید زرترزره  له لارې لیرې کړائ شی . د افغانستان  ولسمشر  اشر ف غنی پرون دنوی لمریز کال د پیل په مناسبت   وئیلی دی ، دسولې دپروسې په وړاندې دغه خنډونه  دافغانتسان د ملی وحدت حکومت  دپیاوړی هوډ او ارادې  مخه نشی نیولی . د هغه په وینا دافغانستان ولس  دسولې  درامینځةکولو لپاره اجماع ته رسیدلی  او هرڅوک چې  د  سولې دپروسې په وړاندې  خنډ رامینځةکړی ،  نو د ولس له  سخت غبرګون سره به مخ  شی .
دا په داسې حال کې دی چې  اشرف غنی څه موده مخکې  دکابل  دپروسې په دوهمې  غونډې کې کې وئیلی وو ، افغان حکومت   له کوم شرط   پرته له طالبانو ډلې سره خبرواترو ته تیار دی .  د  امریکا نیویارک  ټایمز ورځپاڼې  څه  موده مخکې  د :  امریکا اړتیالری له طالبانو سره خبرې وکړی :  په عنوان سره  په یوې مکالې کې لیکلی ، طالبانو د   افغان ولسمشر  وړاندیز  رد کړی او  له امریکا سره ئې  دخبرواترو  غوښتنه کړې ده .  د دغه راپور په اساس  ، د طالبانو ډلې له نظره ، دافغانستان د  جنګ اوسولې   اجازت   له افغان حکومت سره نه ، بلکې  له امریکا سره  اړه لری ، او  اوس  د  سپینې ماڼۍ پشمول  دامریکا ځینو  اورګانونو  له طالبانو غوښتی دی ، داشرف غنی  وړاندیز ته دې مثبت ځواب ورکړی . 
البته اوس   دا پوښتنه مطرح  ده ، چې  آیا امریکا له زړۀ په افغانستان کې  دجنګ  ختمول او دسولې راوستل غواړی ؟،  چې  د افغانستان د چارو ډیری کارپوهانو اوشناندو ، بلکې  د  واشنګټن پوسټ ، نیویارک ټایمز ، اوایسو شی ایټیډ پریس پشمول دامریکا باؤری  رسنیو  هم  منلې ده چې  ا مریکا تر دې دمه  په افغانستان کې د جنګ د ختمولو اراده نه ده کړې . دغو باؤری امریکائی  رسنیو  څه موده مخکې  چې  په افغانستان کې د امریکائی پوځیانو  شتون   شپږ زره ورځنی شو ، په  همدې مناسبت  په یو وختع   ورته  راپورونه خپرۀ کړل  او   وئې  لیکل ، په دغې شپږزره ورځنۍ  مودې کې  په افغانستان کې  په لسګونو زره امریکائی عسکر وجنګیدل  ، خو دغه جنګ  هماغه راز دوام لری .  دغو  امریکائی رسنیو  په عین  حال کې منلې ده ،  امریکاتر دې  دمه  هم   په افغانستان کې د جنګ دختمولو هوډ نه دی کړی  او  دامریکا د ملی امنیت  سټراټژی  هم  دا  چاره  ثابتوی  چې ا مریکا    د ترهه ګرۍ دجرړو د وچولو لپاره پر افغانستان  لښکر کشی نه ده کړې ، بلکې  دا سټراټژی    له چین او روسیې سره   په مقابلې متمرکزه  ده چې    دا کار  په افغانستان کې دجنګ دوام ته اړتیالری .  دامریکا  ولسمشر ډونالډ ټرمپ  سیاسیتوال  نه دی ، بلکې یو  غیر اخلاق او غیر اصولی  تاجر  دی ، دانتخاباتو  دکمپاین په شپو ورځو کې ئې  د ترهه ګرۍ او دامریکا د وخت د حکومت او سعودی عربستان   په ضد  دریځونه درلودل او وئیل ئې ، داعش ترهه ګره ډله دوی ،یعنی امریکایانو راپنځولې ده ، خو  له دغې   رودې په استفادې سره کله  هغه  سپینې ماڼۍ ته ورسید او دچارو واګې ئې په لاس کې واخستې ، نو  دامریکا له ولس ئې کړی خپلې ټولې ژمنې په تیره بیا  په افغانستان کې د جنګ  دختمیدا په باب ژمنې  هیرې کړې ،بلکې   اپوټه ئې،  افغانستان ته د نورو عسکرو په لیږدولو سره  دغه جنګ نوره هم پراخ او سخت کړ او په درستې نړۍ کې ئې  دجنګ دپراخولو نغارې پورته کړی دی .البته له هیچا پټه نه ده ، ډونالډ  ټرمپ   دیوۀ  دوکه باز تاجر په توګه  چې  د  امریکا  د ولسمشر په توګه راپورته شوی ، له سعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو، قطر  او بحرین په څیر  په هیوادونو  ئې  د ټریلیّنونو ډالرو په ارزښت سره  د وسلو د خرڅولود تړونونو په کولو سره،  داسلامی هیوادونو ترمینځ  دیوه  سیمه ایز جنګ  دسیسه   وړاندې کړې ده ، څو  دامریکا  د وسلو شرکتونه  لازیاتې وسلې تولید  او  په عربی  هیوادونو ئې وپلوری .
د افغانستان  د چارو ډیری کارپیژاند اوشناندی دا افسوس کوی  چې،کاش! افغان ولسمشر اشرف غنی  د ډونالډ ټرمپ  اصلی ماهیّت او   د امریکا جنګی سیاست پیژندلی وائ،نو پوه شوی به  ؤ چې دسولې د پرمختګ بیولو د پروسې  په وړاندې  اصلی خنډ امریکا ده،خو البته د ځینو کارپوهانو په  وینا،  اشرف غنی مجبوره دی چې دامریکائی سیاستونو تابع  شی،ځکه امریکا هغه  واک ته رسولی دی  او پخپله د اشرف غنی په وینا،چې وئیلی ئې دی،که  د امریکا مرستې نه وی ، دهغه حکومت   به تر شپږو میاشتو پورې  هم  دوام ونه کړی .چې ‌ډیری کارپوهان  دغه وضعیّت  د  افغانستان  دراتلونکی لپاره یو تورتم او خطرناک  فال ګڼی 
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i67844
captcha