IQNA

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر ځينې کتنې او له استکباري دښمن سره په هر اړخيزې مبارزې تاکيد

23:22 - March 26, 2018
د خبر لمبر: 3481133
نړیواله ډله: د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې د پينځم پړاو څلورمه غونډه تېره هفته وشوه. د خبرګانو د جرګې غړيو د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره هم کتنه وکړه. همدارنګ په راهيان نور نومې کاروانونو کښې ګډون کونکو محصيلینو هم له معظم رهبر سره کتنه وکړه او د هغه ارشادات يې په غور سره واورېدل.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، حضرت آيت الله العظمي خامنه اي د خبرګانو د جرګې د غړيو په کتنه کښې يو لړ مهمو ټکو ته اشاره وکړه. د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دښمنانو له هر اړخيز يرغل سره د ايران له سختې سياسي، اقتصادي، اجتماعي، کلتوري او امنيتي مبارزې او مشکل جنګ ته په اشارې سره وويل، د اسلامي جمهوريت، ديني حکومت او د توحيد، اجتماعي عدالت، له ظلم سره د مبارزې او له مظلوم څخه ملاتړ په شمول د اسلامي نظام آرمانونه او اهداف د دين دښمنان جنګ او يرغل ته برابروي، هم هغه ډول د قرآن مجيدد مکررو آيتونو په استناد د حق محاذ د ټول تاريخ په دوران کښې تل د باطل محاذ له يرغل او حملو سره مخامخ ؤ او دے.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر همدارنګ په راهيان نور نومې کاروانونو کښې د  ګډون کونکو محصيلينو په کتنه د مقدسې دفاع دوران د ايران او اسلامي انقلاب د تاريخ يوه نوراني مرحله او زرينه پاڼه وبلله او واضحه يې کړه، د اسلامي جمهوريت او ملت نننے عزت، اقتدار، امنيت، خپلواکي، آزادي او سلامت د اته کلنې مقدسې دفاع په وجه دي.
شهيدان د اسلامي انقلاب د ستر بنسټ اېښودونکي به لوړو او تابناکو افکارو کښې يو خاص مقام لري، ان تردې چې  حضرت امام خميني (رح) هغوي د بشريت د محفل شمعې وبللې
د اسلامي انقلاب تاريخي واقعات او د شهادت او ايثار په شان له ارزښتي او اعتقادي عناصرو څخه د ټولو پاڼو او شېبو برخوري نه ختمېدونکې ده. هم هغه ډول چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر دفتر حجت الاسلام والمسلمين محمد ګلپائګاني په تهران کښې د شهيد د ورځې په مراسمو کښې ورباندې تاکيد وکړ، په اسلامي ايران کښې نننے ارامښت د شهيدانو احسانمن دے.
حقيقت دا دے چې د ايران د ملت د اقتدار حقيقي سرچينه د قربانۍ او شهادت کلتور دے چې د اسلامي انقلاب په ثقافت او تهذيب باندې بدل شوے دے او دغه انقلابي ارزښتونه له ايران څخه د امريکې د ناراضګۍ سبب شوي دي.
امريکې د مختلفو طريقو او روشونو په استعمالولو سره مسلسل کوشش کړے دے چې ايران ته زيان ورسوي. دغه دښمني او کينه د تپل شوي جنګ له وخته چې د سپېرۀ  مقصد لپاره د امريکې يو انتخاب ؤ تر اوسه هم هغه شان دوام لري او نن هم د ايران له توغنده اي توان څخه د اندېښنې په بهانه او له برجام سره د مخالفت او د بشري حقوقو د ادعا په لړ کښې تعقيبيږي.
http://iuvmpress.com/pa/13813
captcha