قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د یمن د المسیره خبري چینل د خبر له مخې نن میلیونونو یمنیانو د سعودي تیریو په وړاندې د دریدنې او مقاومت په دریمه کلیزه د صنعاء ښار په سبعین میدان کښې په راغونډیدو او مظاهرو سره په خپل هیواد کښې د عربستان او سعودي لاس پوڅو جنایتونه وغندل.
د یمن خلک له تیرو څو ورځو راهیسې له صعده، عمران، حجه، المحویت، ذمار، تعز او نورو سویلي ولایتونو څخه د پلازمینې صنعاء په لور روان شوي وو او ځانونه یې السبعین میدان ته رسولي دي.
د یمن د عالي سیاسي شورا مشر صالح الصماد په دې پراخه تجمع کښې وویل: تیري ګر د یمن د نیولو، په خلکو کښې د تفرقې اچولو او په دغه هیواد کښې د ګډوډي رامینځته کولو هڅه کوي څو د امریکې د نیغ په نیغه نیواکګرۍ زمینه برابره کړي.
هغه څرګنده کړه چې امریکایان نیغ په نیغه پر یمن په روان تیري باندې څارنه لري.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i68038