د ایران د محصلینو خبری آژانس؛ایسنا؛ راپور ورکړی،حسین امیر عبداللهیان په خپل ټویټری پیغام کښې پر دې په ټینګار سره چې د ایران اسلامی جمهوریت په خپل پوره قدرت سره په سیمه کښې له خپلو متحدانو او مقاومته ملاتړ کوی،زیاته کړی؛اسراییلو رژیم ته به دا اجازه ورنکړل شی چې د ایران او سیمې امنیت سره لوبې وکړی.
بیت المقدس چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله مسجد الاقصی پکښې دی،د فلسطین نه جلاکیدونکی برخه او د اسلام په دریو کښې یو سپیڅلی ځای ګڼل کیږی چې د ۱۹۶۷ کال راهیسې صهیونیسټ رژیم نیولی دی.