د پاکستان دجاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی په راپور کښې ویل شوی دی داعش ترهګره ډله به دهیواد په راتلونکو ناامنیو کښې زیات رول ولری .
دغه راپور زیاتوی په هیواد کښې په علمی مرکزونو او پوهنتونونو ترهګرې حملې په زیاتیدا دی او دغه چاره د خلکو ، دچارواکو او دسیاسی او د مذهبی شخصیتونو د اندیښنې سبب شوی ده .
پاکستان په تیرو اتلسو(۱۸) کلونو کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې څه دپاسه یوسل شل(۱۲۰) میلیارډه ډالره تاوانونه لیدلی دی چې ترټولو زیاته اندازه یې په دوه زره لسم(۲۰۱۰) میلادی کال کښې وه او په دغه کال کښې دپاکستان تاوان څه دپاسه شل(۲۰) میلیارډه ډالرو ته رسیدلی وو .
په پاکستان کښې د سپاه صحابه ، لشکر جهنګوی ، جماعت الاحرار او دطالبانو په شمول ډیرې وهابی صهیونیسټی تکفیري ترهګرې ډلې په ازادۍ سره فعالیتونه کوی او دوې په رڼا ورځ خلک په بم چاودنو او ډزو سره وژنی .
په پاکستان کښې له ترهګرو سره زیاتې مالی مرستې سعودی عربستان، متحده عربی امارات، اسرائیل او امریکا وغیره کوی .