دغه غونډه د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه د رحلت د نهویشتمې (۲۹)کلیزې په مناسبت دپاکستان په پنډۍ ښار کښې دایران داسلامی جمهوریت په کلتور خونې (خانه فرهنګ ) کښې وشوه .
په دغه غونډې کښې دپاکستان دشیعه مسلمانانو مشر علامه ساجد علی نقوی ، د اهل سنتو نامتو شخصیت اصف لقمان قاضی ، د پاکستان دځوانانو د ډلې مشر عبدالله ګل ، د پاکستان دشیعه دعلماو دشورا منشی علامه عارف واحدی او یوشمیر نورو سیاسی اومذهبی شخصیتونو ګډون درلود .
د پاکستان داهل سنتو نامتو شخصیت اصف لقمان قاضی په دغه غونډې کښې داسلامی امت وحدت د حضرت امام خمینی رحمت الله علیه یوه (۱) ځانګړتیا وبلله او ویې ویل دقدس د مسلې ژوندی ساتل د حضرت امام خمینی رحمت الله علیه یو(۱) ستر کار دی او اسلامی نړۍ ته د هغه یو ترټولو ستر خدمت وو .
د پاکستان دځوانانو د ډلې مشر عبدالله ګل هم وویل حضرت امام خمینی رحمت الله علیه د اسلامی نړۍ د وحدت لپاره مهم رول ولوبوه .
د پاکستان دشیعه مسلمانانو مشر علامه ساجد علی نقوی هم په دغه غونډې کښې وویل نن سبا په هیواد کښې د ترهګرو او سرزورو ډلو له شتون سره سره د مسلمانانو دوحدت کتونکی یوو چې دغه چاره د امام خمینی رحمت الله علیه د افکارو په وجه ده .
دپاکستان د شیعه علماو د شورا منشی علامه عارف واحدی هم وویل امام خمینی رحمت الله علیه په رښتیونی ارادې سره د مسلمانانو او داسلامی نړۍ د ویښتیا لپاره هڅه وکړه .
هغه امام خمینی رحمت الله علیه دمسلمانانو د ویښتیا دغورځنګ او د نړیوال استعمار په وړاندې د مقاومت پیلونکی وباله .
د ۱۳۹۷ هجری لمریز کال د غبرګولی دمیاشتې څوارلسمه(۱۴) نیټه د ۲۰۱۸ میلادی کال دجون دمیاشتې له څلورمې(۴) او د روژې دمبارکې میاشتې له نولسمې(۱۹) نیټې سره سمون خوری چې دایران داسلامی انقلاب دبنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه د رحلت د دیرشمې(۳۰) کلیزې پیل هم دی .
په همدې مناسبت هرکال په تهران کښې دحضرت امام خمینی رحمت الله علیه په سپیڅلی حرم کښې د ایران او دنړۍ دمختلفو هیوادونو د خلکو په پراخ ګډون سره د هغه درحلت ځانګړی مراسم ترسره کیږی .