IQNA

د مصر غبرګ زړه روښانه ورور او خور د قرآن کریم حفظ + انځور

1:23 - June 08, 2018
د خبر لمبر: 3481245
نړیواله ډله: خالد او خلود غبرګ مصري زړه روښانه ورور او خور چې ۱۳ کلن دې او هر یو د قرآن کریم ۱۰ سپارې حفظ کړي دي.

د ایکنا راپور له مخې، د صدی البلد خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مصر زړه روښانه ۱۳ کلن ځوان خالد محمود حجازی، او خلود د هغه ړنده خور، د مصر کفر الشیخ ولایت په ‌‌اسحاقه کلې کښې زېږېدلي دي او تراوسه یی د قرآن کریم ۱۰ سپارې حفظ کړي دی.
خالد یوې مصري خبری پاڼې ته مرکه کښې وویل: ما د قرآن کریم حفظ له دریم کلاس نه شورو کړي، خو ولی د مکتبونو له اړخه ښه او مناسب نظم نه لرلو له کبله ادامه می ور نکړه، خو ولی ما او خور می له دوه کالو چې د معصراوی په قرآن کریم مکتب کښې چې په کفر الشیخ ښار کښې د قرآن کریم په حفظ کولو کښې مشغول یو د الله په فضل سره مو تراوسه لس سپارې حفظ کړي.
هغه دې ته اشارې سره چې قرآن کریم د هغه د پیغمبرانو او الهي رسولو په اړه یی اطلاعاتو کښې اضافه کړي ده په ادامه کښې وویل: زه په دوشنبه او پنجشنبه د قرآن کریم حفظ لپاره شیخ مصطفی محفوظ(مصري قرآن استاد) له ورځم او د روان خوانۍ او د تجوید علم زدکړه هم له هغه کوم، او هره ورځ د قرآن کریم ۱۰ آیتونه حفظ کوم.
دې زړه روښانه مصري ځوان دې بیان سره چې هغه هڅه کوي چې په یو کال کښې ټول قرآن کریم حفظ کړي وویل: زه د محمد صدیق منشاوي، شیخ مصطفی اسماعیل او محمود خالد حصري تلاوت سره مینه لرم او هیله لرم چې په راروان وخت کښې د قرآن قاري، د جومات امام او خطیب جوړ شم.
خلود هم د ورور غونډې د کتنې نعمت نه محرومه ده او د ورور سره غبرګ پیدا شوي او ورور سره یی د قرآن کریم ۱۰ سپارې حفظ کړي او تراوسه په انور والامل مدرسه کښې چې د ړندو مدرسه ده زدکړه کوي او هیله لرې چې هغه د قرآن کریم حفظ سره له نورو محصلانو لوړ مقام ترلاسه کړي  او په راروان وخت کښې ماشومانو ته د قرآن کریم ښودنې وکړي.
captcha