د پاکستاني رسنيو په نقل سره د ايرنا د رپوټ له مخې پاکستان ته د افغانستان د ملي امنيت د ادارې د صلاحکار په وروستي سفر کښې دواړه هېوادونه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د کابل حکومت او طالب ډلې ترمېنځ د روغې جوړې د خبرو اترو د چلند د شروع کولو لپاره د زمينه جوړونې په هدف سره د امنيتي او فوځي ملګرتيا په پراختيا موافقېته ورسېدل.
د پاکستان رسنيو همدارنګ پرون وويل: د تعلقاتو د ښه کولو لپاره د اسلام آباد او کابل اقدامات د اتحاد او امنيت لپاره په ګډ اقدام ونومولې شول او د دواړو هېوادونو حکومتونه کوشش کوي چې په دې طريقې سره مشکلات ختم کړي.
په دې بنياد د پاکستان او افغانستان حکومتونو موافقه وکړه چې اجازه ورنکړي چې د دواړو هېوادونو چارواکي بې له څه دليله يو بل تورن کړي. همدارنګ د خپرو شويو خبرونو له مخې دواړو خواو اعلان وکړ چې د يوې پېښې د رامنځته کېدو په صورت کښې چې بحران ته د لمن وهلو سبب کيږي د بېهوده نظر څرګندونې په ځاے دې ګډه کمېټي جوړه کړې شي او د صلاح مشورو او خبرو اترو له لارې دې مشکل هوار کړې شي.
دغه موافقه په داسې حال کښې شوې ده چې د صلحې لپاره د پاکستان او افغانستان د خبرو اترو نوې پړاو نن او سبا د اسلام آباد په کورباتوب سره جوړيږي.