IQNA

د پاکستان په پارلېماني انتخاباتو کښې د امريکې د مداخلت په اړه خبردارے

13:42 - June 27, 2018
د خبر لمبر: 3481274
نړیواله ډله: د پاکستان د قائداعظم مسلم ليګ ګوند مشر د دغه هېواد په پارلېماني انتخاباتو کښې د امريکې د مداخلت په اړه خبردارے ورکړ.

چوهدري شجاعت حسين د ۲۰۰۸ کال په انتخاباتو کښې د امريکې نېغ په نېغه مداخلت ته په اشارې سره وويل: د امريکې په شمول نړيوال قوتونه کوشش کوي چې د دغه هېواد په پارلېماني انتخاباتو کښې د پاکستان د فوځ د مداخلت په بهانه په دغو انتخاباتو کښې خپل نظر اعمال کړي.

چوهدري شجاعت حسين زياته کړه په ۲۰۰۸ کال کښې امريکې په همدې بهانه وويل چې که په انتخاباتو کښې د له پاکستان پيپلز پارټۍ نه بغېر بل ګوند رائې راوړي نو د انتخاباتو نتيجه به ونه منل شي او اوس هم کوشش کوی هم هغه شان حالات رامنځته کړي.

د قائداعظم مسلم ليګ ګوند مشر وويل: د پاکستان موقته وزيراعظم ناصر الملک دې د امريکې په مقابل کښې واضحه او پرېکنده موقف غوره کړي چې سپينه ماڼۍ د پاکستان په انتخاباتو کښې مداخلت ونه کړې شي.

شجاعت حسين زياته کړه، د اسلام آباد په وړاندې د امريکايانو چلند دا خبره ثابتوي چې هغوي د پاکستان په انتخاباتو کښې د مداخلت اراده لري او پاکستاني چارواکي پکار دي په دې حقله هوښيار اوسي.

د پاکستان په راتلونکو پارلېماني انتخاباتو کښې چې د جولائۍ د مياشتې په ۲۲ نېټه ترسره کيږي د امريکې د مداخلت په باره کښې په پاکستان کښې د قائداعظم مسلم ليګ ګوند د مشر خبردارے په دغو انتخاباتو کښې د واشنګټن له مداخلت څخه د پاکستان د ځينو سياسي ډلو د اندېښنې ښودنه کوي.

د امريکې له سيمه ايزو او نړيوالو سياستونو سره د غږملو ډلو اقتدار ته د رسېدو د زمينې د برابرولو په هدف سره د نورو هېوادونو په کورنيو چارو په تېره بيا په سياسي چارو کښې د سپينې ماڼۍ د مداخلت کونکې پالېسۍ زياتې نمونې موجودې دي چې چوهدري شجاعت حسين د ۲۰۰۸ کال د پارلېماني انتخاباتو په وړاندې د دغه هېواد د سياست په اړه د خپل موقف په بيانولو کښې ورته اشاره کړې ده.

د کارنېګي مېلون پوهنتون د سياست او سټراټيجۍ د ادارې کارپېژاندے ډاولوين د نورو هېوادونو په انتخاباتو کښې د امريکې د مداخلت د موضوع په باره کښې وائي، امريکې له ۱۹۴۶ کال نه تر اوسه د دنيا د ۴۷ هېوادونو په ۸۱ انتخاباتو کښې مداخلت کړے دے چې د نورو هېوادونو په انتخاباتو کښې د دغه هېواد د مداخلت په دريو کښې دوه برخې موارد پټ او يوه برخه موارد څرګند وو.

د امريکې حکومت په ۲۰۰۸ کال کښې د پاکستان د ولسمشر په پوسټ باندې د جنرل مشرف د شتون په بهانه د دغه هېواد د سيالې ډلې په توګه له پيپلزپارټۍ څخه ملاتړ وکړ چې د شجاعت حسين د وېنا له مخې سپينې ماڼۍ ګواښ کړے ؤ چې که پيپلز پارټي د انتخاباتو کامياب ګوند اعلان نه شي نو د انتخاباتو نتيجه به ونه منلې شي، ځکه چې په دغه دوران کښې چې د ولسمشرۍ په اداره  کښې لږ تر لږه سياسي قوت هم د فوځيانو په اختيار کښې ؤ د اسلام آباد او واشنګټن ترمېنځ تاوتريخوالے خپل اوج ته رسېدلے ؤ.

دا په داسې حال کښې وو چې امريکې له هغو نه په مخکې انتخاباتو يعنې په ۲۰۰۲ کال کښې په يو وخت د پاکستان د ولسمشرۍ او د فوځ د قوماندانۍ په پوسټونو د جنرل مشرف د شتون باوجود چې په ۱۹۹۹ کال کښې يې په کودتا سره سياسي قوت حاصل کړے ؤ په فوځيانو په لاسو کښې د اقتدار د شتون او د هغوي لخوا د انتخاباتو کول د ډېموکرېسۍ په خلاف نه وو بللي.

په پارلېماني انتخاباتو کښې د پاکستان د فوځ د مداخلت په اړه د امريکې د احتمالي بهانه جوړونې په اړه د قائداعظم مسلم ليګ ګوند مشر په داسې حالاتو کښې خبردارے ورکړے دے چې د پاکستان فوځ د دغه هېواد د حکومت، د انتخاباتو د مرکزي کمېشن په غوښتنې او همدارنګ د دغه هېواد د سياسي ډلو او سترې محکمې په مثبت نظر سره په انتخاباتو باندې د څارنې او د هغو د سلامتيا د ساتنې په مقصد په دې زمينه کښې ذمه وارۍ په غاړه اخېستې دي.

 خو په سيمه کښې د انتخاباتو په چارو کښې د امريکې د مداخلت په اړه اندېښنه يوازې په پاکستان پورې محدوده نه ده او په افغانستان کښې هم د راتلونکو پارلېماني او لايتي شوراګانو د انتخاباتو په اړه چې د روان ميلادي کال په اکتوبر کښې ترسره کيږي د سپينې ماڼۍ له مداخلت او  له غږملو ډلو څخه د هغې له ملاتړ او په سياسي مشارکت کښې د خلقو د رايو د رول له کمزوري کولو څخه زياتې اندېښنې موجودې دي.

http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i74032

captcha