IQNA

په بمبئی کښې د ۶۳۰ کاله لرغونې د خطي قرآن نندارتون

15:32 - June 30, 2018
د خبر لمبر: 3481281
نړیواله ډله: د خطي قرآن چې د مخدوم علی مهیمی سره نسبت لري د دغه مسلمان عالم په زیارت کښې د هند په بمبئي ښار کښې په عمومي توګه نندارې ته وړاندې شوي.
د ایکنا راپور له مخې، په ممبئی کښې د ایران کلتوری سازمان وایئ: د حضرت مخدوم علی مهیمی چې له کال ۱۳۷۲ نه تر ۱۴۳۱ پورې ژوند کړي او په زرګونو منونکې لرل او تراوسه د بمبئی او د نورو ښارونو نه یو شمېر زیات کسان یی ‍زیارت لپاره راځي.
د قرآن کریم ننداره یی په کال کښې یوه ورځ اجرا کېږي او دې کال هم دا قرآن د مینه والو لپاره وړاندې شوي.
د دې زیارت چارواکې سهیل خندوانی په دې اړه وویل: دا قرآن د مخدوم علی مهیمی په لاس لیکلې شوي او هر کال د خلکو نندارې لپاره وړاندې کېږي او یو شمېر زیات خلک د لرې لرې سیمو نه د دې کتنې لپاره راځي.
هغه زیاته کړه: دا قرآن تقریباْ ۶۳۰ کاله لرغونتوب لري او د قرآن کریم په حاشیه کښې په فارسي ژبه کښې په ښه ډول مطلبونه لیکلې شوي.
http://iqna.ir/fa/news/3725548
captcha