IQNA

په عجمان کښې د نورا جامع جومات د جوړولو طرحې نه پرانیستا

15:39 - June 30, 2018
د خبر لمبر: 3481282
نړیواله ډله: د اماراتو په عجمان کښې د جومات د جوړولو طرحې نه چې د ترکی آرولات امره معماري ډلې له خواه جوړېږي تر پایی ورسېده.
د ایکنا راپور له مخې، د آرکډیلی ویبپاڼې نه په نقل، دا جومات به  د ۱۰ زره مېتر مربع ځمکې باندې به جوړېږي.
د دې جومات د جوړولو په طرحه کښې بې سارې او آرامه فضا وقف شوي ده او دغه طرحه چې جومات له یی د یو ملغلرې په شان ښودلې دی په شاوخوا کې ښکلا جوړه کړي.
دا جومات یو څو اړخیز مجتمع ده، د دوه زره پنځه سوه لمونځ کوونکو ځای لري او د ټولنیزه ستونزو حل او علمي غونډو لپاره یو ستر تالار لري، همدارنګه، په دې څو اړخیزه مجتمع کښې تفریحي، سوکالۍ او پارکینګ ځایونه شتون لري چې د دغه ښار د خلکو استفادې لپاره جوړېږي.
د دې جومات چاپیره سړک شتون لري خو ولی تر دې جومات را تللو لپاره د نوې سړک جوړولو فیصله ترسره شوي.
د دې جومات طراحې څه دارنګه شوي چې یو شمېر پیاده لارې هم لري او د لمونځ کوونکو لپاره د پیاده تللو چې د جومات چت ته تلې ده او د سیند په غاړه او دا ټوله لار په سوري کې جوړه شوې ده.
د امره آرولات معماري له دې نه مخکې هم ځانګړې مذهبي پروژې ترسره کړي چې په هغې کښې د استانبول سانکاکلار جومات ته اشاره کولې شو چې د هغې جوړولو باندې یی د معماري جایزه ترلاسه کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3725489
captcha