IQNA

دحضرت امام رضا ع زوکړه دې پرتاسو مبارک وی

18:04 - July 25, 2018
د خبر لمبر: 3481354
نړیواله ډله:زمونږ خبریال وایی نن د چهارشنبې ورځ د۱۴۳۹ هجری قمری کال د ذیقعدې دمیاشتې یولسمه(۱۱) او د ۲۰۱۸میلادی کال د جولاۍ دمیاشتې پینځویشتمه(۲۵) نیټه ده چې د نړۍ دشیعه مسلمانانو د اتم(۸) پیشوا حضرت علی بن موسی الرضا علیه السلام دنیمکرغه زوکړې له کلیزې سره سمون خوری .

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،حضرت امام رضا علیه السلام د ۱۴۸ هجری قمری کال د ذیقعدې دمیاشتې په یولسمه(۱۱) نیټه په مدینې منورې ښار کښې وزیږید .
د نړۍ دشیعه مسلمانانو د اتم(۸) امام حضرت رضا علیه السلام د فضائلو په اړه ویل شوی دی چې دهغه حضرت په وخت کښې د نوموړي په شان هیڅ ستر عالم نه وو او عباسی خلیفه مامون تل په بیلابیلو پوښتنو سره هغه امتحان کاوه او هغه ستر امام به ورته ځوابونه ورکول او د امام ځوابونو له قران کریم څخه سرچینه اخیستله .
داسلامی ایران مسلمان او مومن خلک هر کال د حضرت امام رضا علیه السلام د نیمکرغه زوکړې په مناسبت په مشهد سپیڅلی ښار کښې د هغه حضرت دسپیڅلی حرم په شمول په سپیڅلی ځایونو کښې په شتون سره جشن لمانځی او شیرینې ویشی .
دایران د راډیو او ټیلی ویژن اداره صداوسیما (Islamic Republic of Iran Broadcasting)په تیره بیا دتهران رادیو پښتو خپرونه د حضرت امام رضا علیه السلام دنیکمرغه زوکړې په مناسبت تاسوټولو ګرانو اوریدونکو ته د زړه له کومې مبارکی وایی .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i75020

captcha