IQNA

عمان د ایران او د امریکا ترمینځ مینځګړیتوب ته چمتو دی

17:49 - August 01, 2018
د خبر لمبر: 3481373
نړیواله : ایرنا خبری اژانس وایی د عمان د باندنیو چارو وزیر یوسف بن علوی وویل مسقط چمتو دی د ایران او د امریکا ترمینځ د مینځګړی په توګه دعمل ډګر ته ورننوځی .

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،هغه له الجزیره ټیلی ویژن سره په مرکه کښې امریکا ته دخپل سفر په اړه وویل ما د ایران په شمول د هیڅ هیواد پیغام امریکا ته نه دی وروړی .
د عمان خارجه وزیر یوسف بن علوی وویل مونږ باوری یوو خبرې اترې پیلولی شو .
هغه امریکا ته د سفر په وخت له خارجه وزیر مایک پمپئو سره کتنه کړی وه او د ایران او د امریکا ترمینځ د مینځګړیتوب لپاره یې دخپل هیواد په چمتووالی ټینګار کړی وو .
خو دلندن چاپ العرب ورځپاڼې په تیرې شنبې ورځ ویلی وو واشنګټن ته د عمان دخارجه وزیر یوسف بن علوی دجمعې ورځ سفر او دامریکا له دفاع وزیر جیمز ماټیس سره دهغه کتنه دایران او دامریکا ترمینځ د تاوتریخوالی دکمولو او د دغو دوو(۲) هیوادونو ترمینځ د مینځګړیتوب کولو لپاره شوی وه .
http://parstoday.com/ps/news/world-i75215

captcha