IQNA

د ایران په فلم اونۍ کښې ترسره کېږی

په جاپان کښې قرآنی مستند وړاندې کېږي

15:49 - August 02, 2018
د خبر لمبر: 3481378
نړیواله ډله: د جاپان اسلام پوهان او قرآن څړونکې پروفیسر ایزوتسو د ژوند په موضوع باندې جوړ شرقی مستند د ایران په فلم اونۍ کښې په جاپان کښې وړاندې کېږي.

د ایکنا راپور له مخې، په جاپان کښې د ایران په فلم اونۍ کښې د ټوکیو په ښار کښې د ایران کلتوری سازمان له اړه له ۱۷ مرداد نه شورو کېږي او تر ۱۹ مرداد پورې ادامه لرې.
دا اونۍ د دواړه هیوادونو د اړیکو ۹۰ کاله پوره کېدو سره د اسلامی اړیکو او کلتوری سازمان له هیواد نه بهر ایرانیانو چارو د کلتوری همکارۍ ادارې په حمایت سره پیل کېږي او په جاپان کښې د ایران سفارت او د ټوکیو میناتوی ښاروالی په همکارۍ سره پیل کېږي.
په دې فلمي اونۍ کښې به ۷ سینمایی فلمونه، انیمیشن چې «فصل نرگس»، «مبارک(انیمیشن)»، «شرقی» (د جاپان اسلام پوهان او قرآن څړونکې پروفیسر ایزوتسو د ژوند په موضوع باندې جوړ مستند)، «دلبری»، «بادیگارد»، «کفشهایم کو؟» او «پری دریایی» ته شامل دی نندارې لپاره وړاندې کېږي.
شرقي د مسعود طاهری له اړخه جوړ شوي مستند دی چې د جاپان اسلام پوهان او قرآن څړونکې پروفیسر ایزوتسو د ژوند په موضوع باندې جوړ شوی او جوړښت یی د دې کال په خرداد میاشتې کښې پای ته رسېدلي دی، دا فلم به په دویم مرداد د ټوکیو په ښار کښې وړاندې کېږي.
توشی‌هیکو ایزوتسو، د جاپان قرآن څړونکې، اسلام پوهه، فلسفي او مفکر دی چې شرقي سنتونو ته یی ځانګړې توجه ورکړي وه سره د عرفان، فلسفې او دین او شرقي آیینونو لکه اسلام، تائوئیسم او بودیسم ته، هغه په جاپانی ژبه کښې د قرآن کریم لومړۍ ژباړن وو او قرآنی موضوعاتو باندې نور لیکل هم لري.
په شرقی مستند کښې له ۶۰ کسانو نه زیات او د وتلی شخصیتونو ژوند، آثار او افکارو او د جاپان د علمي  شخصیتونو په اړه خپل نظر وړاندې کړي چې په هغو کښې هرمان لندولت، مهدی محقق، مرحوم توشیو کورودا، آکیرا ماتسوموتو، راهب بزرگ کوسی موری موتو، پیر لوری، ویسنوسکی، خوان خوزه لوپز او نور شخصیتونو په اړه معلومات وړاندې شوې او د هغوي شخصیت ته په کښې اشاره شوي ده.
http://iqna.ir/fa/news/3734722
captcha