د ایکنا راپور له مخې، د آناتولی خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د عربستان اطلاع رسوونکې وزیر عواد بن صالح عواد په دې اړه وویل: د حج مناسکو د بېلابېلو رسنیو، خبری چینلو او سپوږمیزه چینلو له اړخه پوښښ ورکولو لپاره ټول ضروري کارونه دي وزارت چمتو کړي دي.
هغه زیاته کړه: د سعودی عرب اطلاع رسوونکې وزارت دې کال به د ۸۰۰ نه زیات بهرني خبریالو کوربه وي چې د حج مناسکو ته به پوښښ ورکوي.
عواد بن صالح بن عواد همدارنګه د یوې نوې اطلاع رسوونکې ویبپاڼې چې د حج په اړه اصلي اطلاع رسوونکې سرچینه وي پرانیستا خبر ورکړو او وې ويل: په مکه مکرمه او مقدسه ځایونو کښې د خبریالو او رسنۍ ملګرو لپاره خدمت کولو مرکزونه جوړېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3735469