IQNA

د افغانستان په شمال کې د داعش د غړو د بښنې امکان

19:59 - August 06, 2018
د خبر لمبر: 3481394
نړیواله ډله: د افغانستان په شمال کښې مقامي چارواکو له اړخه د داعش ترهګرې ډلې غړو ته چې د دغه هیواد پوځ او امنیتي ځواکونو ته وسله وغورځه وي د بښني تمه ورکړي.
د ایکنا راپور له مخې، د رویترز نه په نقل، محمد رضا غفوری د جوزجان د ولایت والي په دې اړه وویل: د داعش ځواکونه چې په ورستۍ ورځو کښې د حکومت د ځواکونو له اړخه د دارزاب سیمې باندې قبضي نه ورستو حکومت ته تسلیم شوي دی ته بښنه ورکړي کېږي.
هغه زیاته کړه: دا کسان به عدالتي او قانوني چارواکو ته نه ورکول کېږي ځکه چې په سوله کښې ګډون لری.
د غفوری په وینا، دا اقدام د دغه ډلې د نورو غړو تسلیم کېدو ته ترغیب کولو لپاره ترسره شوی دی.
هغه ټینګار وکړو چې که خلک د تسلیم شوی کسانو یا د یو کس په خلاف شکایت لری نو کولي شې چې خپل شکایت په عدالت کښې مطرح کړي.
د داعش د غړو د بښنې امکان داسې وخت مطرح شو چې د دارزاب او قوش تپه سیمو نه د داعش له لاسه تښتېدلو خلکو په دغه سیمه کښې د داعش د ظلمونو چې په کښې د خلکو وژل، له ښځو او نجلیو سره زیاتۍ کول او دارنګه نور حیران کوونکې کیسې نقل کړي وی.
http://iqnanews.ru/fa/news/3735705
captcha