IQNA

قرآن کریم په جرمنۍ ژبه کښې ژباړه کوونکو ته کتنه

روډی پارټ او د قرآن کریم معتبره ژباړه وړاندې کوونکې

17:29 - August 07, 2018
د خبر لمبر: 3481402
نړیواله ډله: روډی پارټ(Rudi Paret) چې په کال ۱۹۰۱ کښې د جرمنی په ویتندورف کښې زږېدلې دی او د قرآن کریم ژباړه یی وړاندې کړی ده چې د اسلام پوهانو ترمنځه د نور ژباړو په مقابله کښې ډېر اهمیت او اعتبار لري.
د ایکنا راپور له مخې، د اسلام او جرمنی(اروپا) تلګرام چینل نه په نقل، روډی پارټ خپل تحصیلات د جرمنی توبینګن(په جرمنۍ ژبه Tübingen) پوهنتون کې شورو کړل او د ختیځ پوهنی په برخې کښې یی تحصل ته ادامه ورکړه، هغه په کال ۱۹۲۴ کښې هم دغه پوهنتون نه د پی ایچ ډی ډګری ترلاسه کړه او یو موده پس د هایدلبرګ او بیا د بن په پوهنتون کښې د اسلام پېژندنه، د سامي کلتور او ژبی په برخه کښې تدریس شورو کړو.
هغه د توبینګن پوهنتون ته بېرته راستون شو او د اسلام پېژندنی او د سامي کلتور او ژبی برخې د مشری کرسۍ ترلاسه کړه.
د قرآن کریم ژباړه
دا ویل کیدای شي چې روډی پارټ له هر چا نه زیات د قرآن کریم په جرمنی ژبه ژباړی سره شهرت ترلاسه کړی دی، هغه هڅه کړی چې په علمی او قرآنی توګه د قرآن جرمنۍ ژبی ته ژباړه وکړي او هم د دې له امله د اسلام پوهانو ترمنځه هغه له نورو ټولو نه زیات په نورو ژباړو اعتبار ترلاسه کړی.
که څه هم دا ژباړه بی عیبه او بی نقصه نه ده او د هغه کسانو په مقابله کښې چې د دې اثر نه ستاینه کوی، ځنې نور اسلام پوهاند لکه اشتفان ویند په هغې نیوکه کوی.
په دی وخت کښې د رودی پارت د قرآن کریم په جرمنۍ ژبه ژباړه شوې ژباړو کښې ترټولو نه زیاته مشهور او ترټولو نه عام ژباړه ده.
دا اثر لومړۍ خل په کال ۱۹۶۶ کښې د کولهامر انتشاراتو له اړخه د المان په اشتوتګارت کښې  چاپ شوې ده.
لئو وینتر
لئو وینتر(Leo Winter) د قرآن کریم په جرمنۍ کې له نورو ژباړونکو نه دی، که څه هم د هغه په اړه زیات اطلاعات شتون نه لری خو ولی د قرآن کریم ژباړه چې هغه سره منسوب ده په حقیقت کښې نوې ژباړه نه ده بلکې یواځې د نورلسمې پېړۍ یهودی خاخام لودویګ اولمان د ژباړې بیا کتنه ده چې له دې نه مخکښې په ایکنا کښې ورته اشاره شوې ده.
دا اثر په کال ۱۹۵۰ کښې له وینتر له اړخه په مونیخ کښې چاپ شوې ده.
http://iqna.ir/fa/news/3736204
captcha