IQNA

سعودی عربستان د یمن یودیرش نور ښاریز ووژل

8:40 - August 24, 2018
د خبر لمبر: 3481458
نړیواله:  د یمن د روغتیا وزارت بیګا د الحدیده(Al Hudaydah) ولایت په جنوب کښې په الدریهمی کښې په الکوعی سیمه باندې د سعودی عربستان د تیریګر رژیم د جنګی الوتکو د حملې د وژل شویو کسانو شمیر یودیرشو(۳۱)ته د زیاتیدا خبر ورکړ .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د سعودی عربستان تیریګرو جنګی الوتکو پرون مازیګر دیمن په لویدیځ کښې په الکوعی سیمه کښې د کډوالو په دوو(۲) ګاډو حمله وکړه .
دیمن روغتیا وزارت وویل  دسعودی عربستان دجنګی الوتکو په حملو کښې ټول وژل شوی کسان ښځې او ماشومان دی .
په دغه حملې کښې په یودیرش(۳۱) کسانو وژل کیدا سربیره په لسګونو نور ژوبل شوی هم دی.
د سعودی عربستان تیریګرو جنګی الوتکو د اګست دمیاشتې په نهمه(۹) نیټه هم د یمن دصعده(Saada Governorate) ولایت په ضحیان ښار کښې د ماشومانو په بس حملې سره پینځه پنځوس(۵۵) بې ګناه زده کونکی وژلی او  اوه اویا ۷۷)نور ژوبل کړی وو .
سعودی عربستان د امریکا، د بریتانیا، د اسرائیلو ، د متحده عربی اماراتو او اردن وغیره په ملګرتیا او مرستې سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن دخلکو پرضد بمباریو ، حملو او له ځمکې ، سمندر او هوا څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی چې تراوسه د یمن څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) بې ګناه خلک وژل شوی او په لسګونو زره نور ژوبل شوی او په میلیونونو کډوال شوی هم دی .
captcha