IQNA

خبریال خاشقجی د آل سعودرژیم په حکم وژل او ټوټه ټوټه شوی دی

19:35 - October 10, 2018
د خبر لمبر: 3481601
نړیواله ډله: نیویارک ټایمز ورځپاڼې پخپل وروستی راپور کې لیکلی دی ، په ترکیې کې د سعودی عربستان په کونسلګرۍ کې له وژل کیدا وروسته پرآل سعود رژیم د نیوکه کونکی خبریال او لیکوال خاشقجی مړی په بوږنونکی ډول مثله او ټو ک ټوک شوی دی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، دملګروملتود بشری حقوقود لوړې کمیشنرۍ ویندوئې رافینا شمدسانی  وئیلي ديهمداراز نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم   پخپل وروستي راپور کې لیکلی دي ، په ترکیې کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې  له وژل کیدا وروسته   پرآل سعود رژیم د نیوکه کونکي خبریال  او لیکوال خاشقچي  مړی  په بوږنونکي ډول مثله  او ټو ک ټوک شوی  دی .
 دغې امریکائي ورځپاڼې د ترکیې دیوه لوړپوړي  چارواکي له  نقله  د جمال خاشقچي  دقتل په تائيدولو سره لیکلی دي ، د دغه هیواد امنیتی ادارې دې نتیجې ته رسیدلي دي ،  چې جمال خاشقچي  په استانبول کې  د  سعودي عربستان د  کونسلګرۍ په  داخل کې  د آل سعود رژيم د  یوه لوړپوړي  مقام   په حکم سره  قتل شوی دی .
دغې امریکائي خپرونې  د دغه مقام له قوله لیکلی دي ،  د جمال  خاشقچي  مړی   دعربستان په کونلسګرۍ  ودانۍ کې  له هغې  آرې  څخه په استفادې سره چې  د عربستان  یوې ډلې  له دغه هیواده  ترکیې ته په سفر سره وړې وه ،  ټوټه ټوټه شوی دی . 
  داپه داسې حال کې دي چې  له دې سره په یووخت دترکیې   خپرونو اورسندویو   هم  په آل سعود رژيم دنیوکه کونکي خبریال  جمال خاشقچي  په بې درکه کیدا کې   د لاس وهنې په تور  دسعودي رژيم  د  امنیتی ادارو دپنځلسو  مامورانو  نامې او عکسونه هم  خپرۀ کړي دي .
پر آل سعود رژيم نیوکه کونکی دسعودي خبریال خاشقچي  داکتوبر په دوهمه  دترکیې  په استانبول کې  دعربستان  کونسلګرۍ ته  له مراجعې کولو وروسته  بې درکه شو   او  یکشنبې په ورځې ئې  ټوټه ټوټه شوی  مړی  د استانبول په یوې سیمې کې موندل شوی دی .  
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i77168
captcha