IQNA

په پاکستان کې د پیغمبراکرم دمیلاد دجشنونو تیاریانې اوج ته رسیدلی دی

23:26 - November 19, 2018
د خبر لمبر: 3481679
نړیواله ډله: په پاکستان کې په همدا وروستیو کې اهل تشیَع او اهل تسنن د اسلام دګران پیغمبر دنیکمرغه زوکړې په مناسبت د وحدت اونۍ لمانځی.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، په پاکستان کې په همدا وروستیو کې اهل تشیَع او اهل تسنن د اسلام دګران پیغمبر دنیکمرغه زوکړې په مناسبت د وحدت اونۍ لمانځی او په دې مناسبت دمسلمانانو ترمینځ د وحدت او یووالی په باب سیمنارونه او پروګرامونه جوړوی ، چې تر ډیره حده ئې دمسلمانانو ترمینځ وحدت او یووالی رامینځة کړی دی ، خو دغه چاره داستکباری او استعماری ټولنو دزغملو وړ نه ده. د  هر کال د ربیع الاول په دولسمه  نیټه   دپاکستان خلک  داسلام دګران پیغمبر د نیکمرغه زوکړې کلیزه په پرتم سره لمانځی  او په درست هیواد کې   په هر ښار او ښارګی کې  دجشن په جوړولو سره میلیونی لاریونونه هم کوی .
 البته راپورونه ښئ   دپاکستان په اسلام اباد او پڼډۍ پشمول په ځینو ښارونو کې اوسیدونکی  مسیحیان ،سیکان  او هندوانو  هم وئیلی دی ،  د دغه نیکمرغه  اختر په مناسبت  درستو  مسلمانانو سره یو ځای جشن لمانځی  او  په دې مناسبت درستو مسلمانانو ته مبارکی وائی .
 داپه داسې حال کې دی  چې په پاکستان کې  په همدا وروستیو کې  اهل تشیَع او اهل تسنن   د اسلام دګران پیغمبر  دنیکمرغه زوکړې په مناسبت  د وحدت اونۍ لمانځی  او په دې مناسبت  دمسلمانانو ترمینځ د وحدت او یووالی په  باب سیمنارونه او پروګرامونه  جوړوی ، چې تر ډیره حده ئې دمسلمانانو ترمینځ  وحدت او  یووالی رامینځة کړی دی ، خو دغه چاره داستکباری او استعماری ټولنو  دزغملو وړ نه ده او  په بیلابیلو پلمو او  دسیسو سره د شیعه اوسنی مسلمانانو ترمینځ د تفرقې او درز د اچولو  لپاره هڅې کوی ، خو اوس مسلمانان ویښ شوی دی او  د غه ډول هیڅ دسیسه به  بریالۍ نشی .
 http://parstoday.com/ps/news/iran-i78259

captcha