IQNA

 امریکادې پر پاکستان بې اساسه تورونه نه لګوی

9:34 - November 21, 2018
د خبر لمبر: 3481688
نړیواله ډله: دپآکستان خارجه وزارت هم پرون دپاکستان په ضد دامریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ په سپکو څرګندونو په اعتراض کې په اسلام اباد کې د دغه هیواد سلایار خارجه وزارت ته احضار کړی دی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، ایرنا خبری آژانس راپورورکړ، د پاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه  پرون مازدیګر په یولړ څرګندونو کې  له ترهه ګرۍ د اسلام اباد  دملاتړ په پاب د امریکا دولسمشر ترمپ  وروستۍ ادعا په کلکه  رد  اوبې اساسه بللې او وئیلی ئې دی ،  پاکستان  له ۲۰۱۳کال څخه تر دې دمه خیبرپختونخواه صوبې پشمول  په درست هیواد کې  له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې  اوڅاره بریاوې ترلاسه کړی دی او بریالی شوی  دترهه ګرو په سلګونو پټنځایونه اوکیمپونه تباه کړی او د دغو ډلوپه سلګونو  غړی هم   هلاک کړی . جنرال باجوه  زیاته کړې ، اسلام اباد له ترهه ګرۍ د مبارزې په لاره کې  ډیرزیات لګښتونه ورکړی  او هماغه راز  به په پاکستان کې  له ترهه ګرو  ډلو سره مبارزې ته دوام ورکړی .
 هغه همداراز ټینګار کړی ،  پاکستان  په افغانستان کې د جنګ پای او دسولې  ټینګیدا غواړی او  اسلام اباد په دې زمینې کې  خپلو هلو ځلو ته دوام  ورکوی .
  داپه داسې حال کې دی چې دپآکستان  خارجه وزارت  هم پرون   دپاکستان په ضد دامریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ  په سپکو څرګندونو په اعتراض کې   په اسلام اباد کې د دغه  هیواد  سلایار  خارجه وزارت ته  احضار کړی دی .
ډونالډټرمپ  وړمه ورځ یو ځل بیا  پاکستان   له ترهه ګرو ډلو په ملاتړ  تورن کړی دی .
 http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i78301
captcha