IQNA

 دپاکستان په اورکزئ سیمه کښې ۴۰ کسان وژل شوی

23:40 - November 23, 2018
د خبر لمبر: 3481695
نړیواله ډله: په پاکستان کښې طالبان ، جماعت الاحرار ، سپاه صحابه ، لشکر جهنګوی او نورې ترهګرې ډلې په ډیرې ازادې سره فعالیتونه کوی.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل،  د پاکستان په کوزې اورکزئ ایجنسۍ(lower Orakzai agency) کښې په کلایه بازار کښې نن د جمعې په بازار کښې چې د خلکو ډیره ګڼه ګوڼه پکښې وه د شیعه مسلمانانو یوې امامباړې ته نږدې په ترهګرې ځان وژونکی بم چاودنې کښې تراوسه څلویښت(۴۰) کسان وژل شوی او پینځه دیرش(۳۵) نور ژوبل شوی دی .
دبم چاودنې غږ  تر لیرې پراتو سیمو پورې  اوریدل شوی دی .
ویره شته چې د مړو کسانو شمیر زیات شی ځکه چې ډیر ژوبل کسان مرګی حاله دی .
په پاکستان کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی مرستې سعودی عربستان ، متحده عربی امارات ،امریکا او ځینې نور عرب هیوادونه کوی .
په پاکستان طالبانو ، جماعت الاحرار ، سپاه صحابه ، لشکر جهنګوی او نورې ترهګرې ډلې په ډیرې ازادې سره فعالیتونه کوی او بم چاودنې کوی او خلک وژنی .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i78382
captcha