IQNA

 امریکا د وژل شوی خبریال په اړه دوه ګوڼه سیاست لری

23:44 - November 23, 2018
د خبر لمبر: 3481696
نړیواله ډله: احتمال شته چې د سعودي عربستان چارواکي د مینځني خیتځ د هیوادونو په هکله دامریکا د سیاستونو په اړه زیات رازونه لري 
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د روسیې د ولسی جرګې دوما غړی «عادل بی عشقا ګوشیف » وویل د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلو په خاطر د سعودی عربستان پرضد د بندیز له لګولو د امریکا ډډه کول د واشنګټن د دوه ګوڼه چلند بله بیلګه ده .
د روسیې د ولسی جرګې د دفاع او دامنیتی چارو د کمیټۍ غړی« عادل بی عشقا ګوشیف» وویل احتمال شته چې د سعودی عربستان چارواکی د مینځنی خیتځ د هیوادونو په هکله دامریکا د سیاستونو په اړه زیات رازونه لری او واشنګټن ګروهنه نلری د سعودی عربستان په غوسه کولو سره د رازونو د ایشوا کیدا خطر قبول کړی .
 هغه  د عربستان دخبریال جمال خاشقجی د وژلې په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ غبرګون ته په اشارې سره وویل ټرمپ ګروهنه نلری په مینځنی ختیځ او فارس خلیج کښې خپل د ډاډ وړ او  حکم منونکی متحدیعنی سعودی عربستان له لاسه ورکړی .
 http://parstoday.com/ps/news/world-i78378
captcha