IQNA

په ۱۶ هیوادونو کښې د عربستانې خیریه موسسې له اړخه د قرآن کریم په ملیونو نسخې وېش شوې

13:38 - November 24, 2018
د خبر لمبر: 3481698
نړیواله ډله: د عربستان صالح عبدالعزیز الراجحی خیریه موسسې له اړخه د قران کریم نیم ملیون نسخې د نړۍ په ۱۶ هیوادونو کښې وېش شوې.
د ایکنا راپور له مخې، د عاجل خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د صالح عبدالعزیز الراجحي خیریه موسسې ۵۰۰ زره قرآنی نسخې د نړۍ د ۱۶ هیوادونو د مسلمانانو ترمنځه وېش کړی دی.
د دې نسخو وېش د دغه موسسې د قرآن کریم وېش پروګرام برخه ده.
د دغه موسسې مشر عبدالسلام الراجحي وویل: د اړیکو وسایلو د پرمختګ سره او د قرآنی سافټ ویر شتون سره، بیا هم ډېر هیوادونه تراوسه دغه قرآنی پروګرامونه او سافټ ویر نه لرې یا ډېر خلک خوښه وې چې قرآن کریم له کاغذي نسخې نه قرائت کړي ځکه چې عقیده لري چې دا کار هغوي ته زیات معنوي آرامښت ورکوي.
هغه زیاته کړه: دا نسخې په اندونزی، فیلیپین، جیبوتی، مالزی، سریلانکا، سنگال، تانزانیا، مالی، ساحل عاج، مراکش، جنوب آفریقا، تایلند، پاکستان، بوسنی و هرزگوین، سودان او گینه کښې وېش شوې دې.
یادښتونه، دې موسسه له تېره ۴ کالو نه د قرآن کریم ۲ ملیونه نسخې د نړۍ په مختلفو سیمو کښې وېش کړی دی.
http://iqna.ir/fa/news/3765185
captcha