د ايرنا د رپوټ له مخې د اسلامي مذهبونو د نزدېکت د نړيوالې ټولنې مشر په دغو مراسمو کښې دې ته په اشارې سره چې سږ کال د نړۍ له يو اتيا هېوادونو څخه درې نيم سوه مېلمانو د اسلامي وحدت په دوه دېرشم نړيوال کانفرنس کښې د شرکت لپاره په ايران کښې شتون لرلے دے وويل، مسلمانو پوهانو په دغه کانفرنس کښې په ګډون نړيوالو ته ثابته کړه چې د امام خميني (رح) لار او روش د اسلامي امت ترمېنځ هم هغه شان ژوندے دے.
آيت ا... محسن اراکي زياته کړه، نن د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د لارښونو په برکت په نړۍ کښې د امام خميني (رح) آرمانونه او آئيډياګانې عملي شوې دي.
د اسلامي مذهبونو د نزدېکت د نړيوالې ټولنې مشر همدارنګ په دې باندې په تاکيد سره چې په تهران کښې د اسلامي وحدت د نړيوال کانفرنس جوړېدل د ايران د اسلامي جمهوريت د اقتدار او امنيت ښودنه کوي واضحه کړه په دغه کانفرنس کښې د بهرنيو مېلمنو ولوله ناک شتون له امام خميني (رح) او د هغۀ له لوړو اهدافو سره د مسلمانانو د يو ځل بيا بيعت کولو په معنا دي.
د اسلامي وحدت دوه دېرشم نړيوال کانفرنس د خالي په ورځ « قدس، د امت د وحدت محور» په شعار سره او له يو اتيا هېوادونو څخه د درې نيم سوه مېلمنو په ګډون سره په تهران کښې د اسلامي هېوادونو د مشرانو د غونډې په هال کښې شروع شو او تر نننه پورې به دوام ومومي.